کابل(پژواک، ۱۵ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په راتلونکې اونۍ کې به د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې د کرونا شکمنو پېښو د نمونې اخيستې اسانتياوې برابرې شي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۱۵ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له راتلونکې اونۍ څخه د کرونا ناروغۍ د ځانکړي روغتون افغان جاپان پرته د شکمنې پېښو د ټسټ کولو په موخه په بېلابېلو ځايونو کې به اسانتياوې برابرې شي.
ده وويل چې ورځ تر بلې د کرونا ويروس په هېواد کې د زياتېدو په حل کې دي نو اړينه ده چې په لابراتوارونو کې د ډېرو شکمنو پېښو نمونې واخيستل شي.
دی وايي چې ښايي حالت بحراني شي نو اړينه ده چې چې بېلا بېلې طبقې سره يو ځای او د کرونا پر وړاندې جدي اقدامات ونېول شي.
دمايار په وينا تر اوسه په هرات کې د کرونا ناروغۍ د ناروغانو لپاره ۷۰۰ بستره په پام کې نيول شوي دي چې د اړتيا سره سم به ډېر شي.
د يادونې وړ ده چې تر اوس مهال په ټول هېواد کې ۲۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې شپږ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن