ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو

ناټو: د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو

author avatar
3 Apr 2020 - 15:03
ناټو: د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو
author avatar
3 Apr 2020 - 15:03

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹) : دناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي چې په افغانستان کې یې د ځواکونو کمول مشروط او دي او دوی به د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې د کرونا  د ناروغۍ د مخنیوي په موخه د دې سازمان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ویډیو کنفرانس له لارې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په ویډیوي خبري کنفرانس ته وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ویډیویي ناسته کې د کرونا پر ضد د مبارزې ترڅنګ یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو او دغه هیواد سره د ناټو پر اوږود مهاله همکاری هم خبرې وکړې.

سټولټنبرګ وویل چې د افغان سولې پروسې ملاتړ په موخه دوی تر راتلونکي اوړي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیره له ۱۶ زرو څخه تر ۱۲ پورې راټیټوي.

خونوموړي په ډاګه کړه، چې تر هغې وروسته کمولو په اړه یې تر اوسه کومه پریکړه  نه ده کړې.

د ناټو سرمنشي وویل چې ددوی د ځواکونو کمولو پریکړه مشروطه ده او حالاتو ته په کتلو کې عملي کیږي.

هغه د افغان حکومت لخوا د مذاکراتي ټیم د اعلانولو هرکلی وکړ او دا یې همه شمول وباله .

سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي کمولو کې خپل رول ولوبوي.

د ناټو سرمنشي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه سازمان به دافغانستان ملي ځواکونو روزنې مرستې او مشورو ترځنګ مالي ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.

ده په ډاګه کړه، چې ناټو هیڅکله نه غواړي د ټول عمر لپاره په افغانستان کې پاتې شي ، د ناټو د حضور موخه داده چې په افغانستان کې سوله ته شرایط برابر کړي.

هغه وایي، د سولې پروسې ترټولو ښه ملاتړ دادی چې دوی تر یو څه وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي، څو طالبانو ته دا پیغام ورکړل شي چې هغوی د جګړې په ډګر کې بریا  نه شي ترلاسه کولی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.