کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹) : د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیره له یو میلیون او د مړو شویو کسانو شمیره له ۵۳ زرو څخه اوښتې ده.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یو میلیون او ۱۶ زره کسان اخته شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دغه راز له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۵۳ زره کسان مړه شوي دي، چې تر ټولو زیات یې په ایټالیا، هسپاینه او امریکا کې مړه شوي دي.
راپورونه وایي چې د کرونا ناروغۍ شاوخوا ۲۱۳ زره کسان بیرته روغ شوي دي.
د کرونا ویروس په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تر اوسه په ایټالیا کې ۱۱۵ زره کسان پرې اخته او ۱۴ زره مړه شوي دي، دغه راز په هسپانیا کې ۱۱۲ زره کسان اخته او څه د پاسه ۱۰ ز ره کسان مړه شوي دي.
دغه راز په امریکا کې بیا تر ټویو زیات کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، هلته د ناروغانو شمیره ۲۴۵ زره کسان او څه دپاسه شپږ زره کسان مړه شوي دي.
چین ، جرمني، فرانسه او ایران هغه هیوادونه کې چې له دې ناروغۍ ډیر ځپل شوي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ۲۷۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته ، شپږ تنه مړه او ۱۰ تنه روغ شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن