ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان روغتون منفک شوی ډاکټر: د کرونا پر ضد وقایوي وسایل یې نه راکول

د لغمان روغتون منفک شوی ډاکټر: د کرونا پر ضد وقایوي وسایل یې نه راکول

author avatar
3 Apr 2020 - 11:29
د لغمان روغتون منفک شوی ډاکټر: د کرونا پر ضد وقایوي وسایل یې نه راکول
author avatar
3 Apr 2020 - 11:29

جلال اباد (پژواک ۱۵ وری ۹۹): د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ولايتي روغتون يوتن ډاکټر وايي چې، د کرونا ضد د وقایوي اقداماتو  او امتیازاتو په غوښتنه له اداري اصولو خلاف له دندې ګوښه شوی خو مسولين وايي، د کرونا ناروغ له درملنې د انکار په خاطر له دندې ګوښه شوی دی.

ډاکټر ننګيالی فاروقي چې د لغمان مرکز مهترلام ولايتي روغتون د داخلې متخصص ډاکټر و، څو ورځې وړاندې له دندې ګوښه شوی دی.

نوموړي د وري په۱۵مه پژواک ژانس ته وويل، په يوه وخت هم په ولايتي روغتون کې نوکريوال و او هم د کرونا ناروغانو د درملنې په مرکز کې؛ نو دا چې په ولايتي روغتون کې يې د يو ناروغ درملنه کې بوخت و او هلته د کرونا يو ناروغ ډاکټر ته اړتيا لره او دی نه دی ورغلی په دې خاطر له ټولو اداري اصولو خلاف له دندې ګوښه شوی دی.

هغه زياته کړه: ((د اداري اصولو له مخې ماته لومړی بايد توصيه شوی وی، بيا اخطاريه راکړل شوی وی او تر هغې وروسته زما منفي راغلی وی خو زه له اداري اصولو او د کار د قانون خلاف له دندې لری کړای شوم.))

دی وايي، هغه ډاکټران چې د کرونا ويروس د ناروغانو درملنه کوي ورته ځانګړی معاش چې تر نوي زره افغانۍ دی بايد ورکړل شي خو دوی له کوم امتياز پرته په يوه وخت کې دواړو ځايونو کې په دنده ګمارل کېدل.

د ډاکټر فاروقي په وينا د کرونا ويروس د ناروغانو د درملنې مرکز د ولايتي روغتون په انګړ کې جوړ شوی او ده يو تحريک پيل کړی و چې ټول ډاکټران له ځان سره کړي چې دا مرکز له روغتون لرې انتقال شي ځکه هره ورځ دغه روغتون ته زرګونه کسان د درملنې او ناروغانو د پوښتنې لپاره ورځي ښايي ټولو ته خطر جوړ کړي.

د هغه په خبره د روغتون ادارې د همدغه کار په خاطر ورسره له عقدې کار اخېستی او په يوه وړه تېروتنه يې له دندې ګوښه کړی دی.

خو د لغمان مرکز اړوند د مهترلام ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر فاروق سهاک وايي، هلته په مرکز کې ناروغ په سخت وضعيت کې و او ډاکټر ته يې اړتيا لرله، دا چې ياد ډاکټر ته هلته د تګ سپارښتنه شوې وه او نه يې وه منلې، لغمان کې د کرونا ويروس پر وړاندې د اضطرار کمېټې د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شوی دی.

هغه مني چې د عامې روغتيا وزارت د اصولو له مخې بايد هغو ډاکټرانو او نور پرسونل ته بايد ځانګړی معاش ورکړل شي او نوي کسان پر دندو وګمارل شي خو وايي، تر اوسه دغه ولايت ته کسان نه دی ورلېږل شوي نو د اړتیا له مخې يې شته ډاکټران د ولايتي روغتون تر څنګ د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز کې هم نوکري کړي دي.

هغه وويل، ډاکټر ننګيالی فاروقي د اداري اصولو خلاف نه دی له دندې ګوښه شوی بلکې د اضطرار کمېټې په سپارښتنه يې لومړی دنده ځنډول شوې او درې ورځې وروسته له دندې ګوښه شوی دی.

ډاکټر سهاک په دغه ولايت کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د موجوده خدمتونو په اړه وويل، چې په لومړي سر کې يې پنځلس بستره د روغتون په هغه ځای کې چې اوس ترې ګټه نه اخېستل کېږي برابر شوي او راتلونکي کې پلان شته چې د روغتون پخوانۍ ودانۍ کې او د دغې ترڅنګ په پوهنتون کې تر درې سوو بسترو پورې مرکزونه جوړ کړي.

هغه وايي، پر دې سربېره يې دغه ولايت ته ورتلونکو دوو لارو چې يوه يې د سرخکان او بله يې هم د قرغيو ولسوالۍ لاره ده، سيار ټيمونه پر دندو ګمارلي او ورتلونکي ټول کسان چيک کېږي.

په ټول ختيځ کې لغمان لومړنی ولايت دی چې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه په کې ثبت شوې چې ناروغ مياشت وړاندې له سعودي عربستان څخه له عمرې کولو راستون شوی و.

روغتيايي چارواکي وايي اوس د دغه ناروغ روغتيايي وضعيت په ښه کېدو دی او که وروستي معاينات يې پاک راشي ډير ژر به کور ته رخصت شي.

د وروستيو ارقامو له مخې په ټول هيواد کې د کرونا ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېرې يې په هرات ولايت پورې اړه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.