کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د ۱۸ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۹۹ تنو ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار نن د وري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۱۸ نوي پېښې په کابل، سمنګان، بلخ، کندز، فاریاب، غزني او لوګر ولایتونو کې ثبت شوی دي.
د ده د معلوماتو له مخې، له دغو ۱۸ پیښو څخه یوولس په کابل، دوې په سمنګانو او یوه، یوه په بلخ، کندز، فاریاب، غزنې او لوګر ولایتونو کې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې دې سره په هیواد کې د ټولو مثبتو پيښو شمیر ۲۹۹ تنو ته ورسید.
تراوسه په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله شپږ کسان مړه او لس کسان روغ شوي دي.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو میلیون کسان اخته شوي او شاوخوا ۵۳زره کسان مړه شوي دي. راپورونه له مخې په ټوليزه توګه د کرونا ناروغۍ شاوخوا ۲۱۳ زره کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن