کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کرونا ويروس په ټولنه کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دې نو په پلازمینې کابل کې بايد د قيوداتو کچه لوړه شي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۱۶ مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې هره ورځ د کرونا ويروس په مثبتو پېښو کې ډېروالى راځي نو خلک بايد د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
دی وايي چې په ولايتونو په ځانګړي ډول په پلازمينه کابل کې د کرونا د مخنيوي په برخه کې وضع شوي محدويتونه بسنه نه کوي.
د نوموړي په وينا په هرات ولایت کې ډیری خلک د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه کوي، نو ځکه په دغه ولايت کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو په شمېره کې کموالى تر سترګو کيږي.
مايار انديښنه وښوده: ((که چېرې خلک کرونا ويروس جدي ونه نيسي د مثبتو پېښو شمېره به ډېره لوړه شي.))
دغه څرګندونې په داسې حال کيږي چې نن د کابل والي او د امنيې قوماندانۍ چارواکو هم د يوه کنفرانس پرمهال وويل که چېرې د کابل خلک د کرونا د مخنيوي په برخه کې وضع شوي محدويتونه مراعت نه کړي، دوى به له جدي غبرګون څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۲۸۸ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۹۹ مثبت دي.
بايد و ويل شي چې تر اوسه ټول هېواد کې د کرونا له ناروغۍ څخه اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د عامې روغتيا چارواکي وايي چې دغو اوو کسانو عمرونه لوړ وو او ترڅنګ يې د سږو، پښتورګو، قلبي او تنفسي ناروغۍ هم درلودې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن