ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښار د کرنتین کېدو پر وړاندې اعتراض وکړ

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښار د کرنتین کېدو پر وړاندې اعتراض وکړ

author avatar
4 Apr 2020 - 18:31
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښار د کرنتین کېدو پر وړاندې اعتراض وکړ
author avatar
4 Apr 2020 - 18:31

کندهار (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي او هټیوال د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وو او د کرونا د مخنیوي له امله یې د ښار د کرنتین کېدو پر وړاندې اعتراض وکړ.

هغوی ویل، خلک بې وزلې دي یا دې د دوکانونو د پرانیستو اجازه ورکړای شي او یا دې د کرایې او مالیې په معافیت کې مرسته ورسره وشي.

خو د کندهار ولایت چارواکي وايي، دا چې کرونا وایرس ورځ تر بلې په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی، د مخنیوي یوازینۍ لار یې کرنتین دی.

د اعتراض کوونکو له ډلې د روزي محمد په نوم یو دوکاندار پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار ډېری اوسېدونکي غربت ځپلي دي، ډېری یې د ورځې ګټي او د شپې خوري.

د ده په خبره، دا چې ښار کرنتین شوی نو دوی د خپلو اولادونو په نفقې پورې حیران دي.

ده غوښتنه وکړه چې یا دې د دوکانونو د بیرته پرانیستو اجازه ورکړل شي او یا دې کرایه او مالیه ورته معاف شي.

دغه راز یوه بل اعتراض کوونکي نور احمد پژواک اژانس ته وویل چې د کندهار ښار په ښکارپور بازار کې په لاسي کراچۍ کې څپلۍ پلوري خو پولیس یې د کار مخنیوی کوي.

دی وايي، دا ښه خبره ده چې د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه ښار کرنتین شي، خو دوی او اولادونه یې څه وخوري، دولت باید مرسته ورسره وکړي.

له بلې خوا ده یادونه وکړه چې سوداګرو خوراکي توکي ګران کړي دي چې ډېری غریب خلک یې د رانیولو توان نه لري، حکومت ان دومره هم نه شي کولای چې بیې کنټرول کړي.

د ده په خبره، کرونا به یې و نه وژني خو لوږه به یې ووژني.

بل خوا د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا نیوکه کوي چې په کندهار کې کرنتین په سمه توګه نه عملي کېږي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي نوید احمد پژواک اژانس ته وویل، د ښار په دخولي دوازو کې لکه څنګه چې لازمه ده، تدابیر نشته او د مسافرو د روغتیايي څار پروسه کمزورې ده.

دی زیاتوي، هره ورځ له هرات، هلمند، غزني او نورو ولایتونو څخه خلک کندهار ښار ته راځي، بل خوا د خلکو له خوا د ودونه او مېلمستیاوې په عادي توګه روانې دي چې د کرونا وایرس د خپرېدو ګواښ یې زیات کړی دی.

نوموړی غوښتنه کوي چې هر څه د پلان له مخې تر سره کړي، څو هم کرنتین په سمه توګه عملي شي او هم غریب او بې وزلي خلک لا پسې و نه ځپل شي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د خلکو د دغو اعتراضونو او نیوکو په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د کرونا وایرس خپور شوی چې میلیونه په اخته شوي او زرګونه تنه یې وژلي دي.

د ده په خبره، د دغه وایرس د مخنیوي لپاره ټولې نړۍ د کرنتین لار انتخاب کړې چې په هېواد او کندهار کې هم تجربه کېږي خو له بده مرغه چې خلک په دې برخه کې نه یوازې دا چې همکاري نه کوي، بلکې بې غوري کوي.

دی وايي، که خلک همکاري و نه کړي او خدای مه کړه دغه وایرس خپور شي، عواقب به یې نه جبرانېدونکي وي.

ده زیاته کړه، دا چې نن یو شمېر کسان د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته راټول شوي وو او د دوکانونو د کرایو د معافیت او مرستې غوښتنه یې کوله، دوی پر خلکو غږ کوي چې په دې سخت حال کې د یوه او بل لاسنیوی وکړي.

د ده په خبره، ولایتي ادارې له مرکزي ادارې او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د کرنتین په موده کې له بې وزلو خلکو سره د مرستې د جلب هڅې پیل کړي خو دا سخته ده چې ټولو ته رسیدګي وشي او له ټولو سره مرستې وشي.

خو ده یادونه وکړه چې ولایتي اداره هڅه کوي له ډېرو بې وزلو او بې بضاعته خلکو سره په یوه نه په یوه ډول مرستې وکړي.

له کرنیتن څخه د سرغړوونکو په اړه احمدي وویل چې هغه خلک به جریمه شي چې ودونه کوي، مېلمستیاوې جوړوي او د ګڼې ګوڼې لامل کېږي.

دی وايي، د کرنتین په ګډون ټول ګامونه د ولس د روغتیا په خاطر اخیستل کېږي او په دې برخه کې باید بې غوري و نه شي.

بل خوا د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري وايي چې د کرونا وایرس خپرېدو د مخنیوي په موخه یې د دې ولایت په ژیړۍ، دامان او نورو سیمو کې د ولایتونو د مسافرو د صحي ارزونې په موخه د کرنتین مرکزونه جوړ کړي دي.

هغه د کرونا ویروس د مخنیوي، خطر کمېدو او وقایوي تدابیرو لپاره د خصوصي او دولتي سکټور پر ګډ کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي په عامه پوهاوي او تخنیکي برخو کې د رسنیو، ځوانانو، علماوو، مدني فعالانو او سوداګرو رول ډېر مهم دی.

د یادونې ده چې چارواکو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د کرنا د مخنیوي په پار کندهار ښار د یوې اوونۍ لپاره کرنتین کوي خو یوازې به د لومړنیو اړتیاوو او خوراکي توکو پلورنځي پرانیستې وي.

له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته چارواکو له نن څخه د دوو نورو اوونیو لپاره هم د کرنتین موده وغځوله.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې تر دې مهاله د کرونا ۵ پېښې ثبت شوي دي چې یو تن ورڅخه روغ شوی او نور تر درملنې لاندې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.