ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ١٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ١٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Apr 2020 - 13:57
غزني کې ١٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Apr 2020 - 13:57

غزني ښار (پژواک، ١٦ ورى ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د غزني د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول سمير احمد احمدي د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار په شهباز او د اندړو ولسوالۍ په ليوانو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوي دي.

دى وايي: ((لومړى وسله والو طالبانو بريدونه کړي چې بيا وروسته هوايي او نورو ځواکونو پر طالبانو عمليات وکړل.))

د نوموړي په وينا په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

احمدى زياتوي چې په ياده جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د غزني ښار د شهباز سيمې يو تن اوسيدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې دوه سرتيري وژل شوي او دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په د غزني ښار په قلعه جوز سيمه کې پر پوليسو د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل سخت  ټپي شوى دى.

بل لورته طالبان هم د غزني د تېرې شپې جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني د تېرې شپې په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي دي.

ده وويل چې په دغه جګړه کې حکومتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.