ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې له يوه قومي مشر څخه سر غوڅ شو

author avatar
4 Apr 2020 - 12:10
author avatar
4 Apr 2020 - 12:10

تالقان (پژواک، ١٦ ورى ٩٩): د تخار امنيتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په مرکز تالقانو کې له يوه قومي مشر څخه سر غوڅ کړى دى.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ماښام د تالقانو ښار اړوند د څلورمې ناحيې د چک آب قره تاش کلي د ملي يوالي رييس او قومي مشر ملا منصور له ځانه سره بيولى و.

هغه وايي: ((دغه قومي مشر يې لومړى ښه شکنجه کړى بيا يي سر ترې غوڅ کړى دى.))

دى زياتوي چې د ياد قومي مشر له سر پرته جسد نن سهار موندل شوى او کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.

دغه راز په تالقانو کې مدني فعال جمشيد هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

هغه وايي: ((ملا منصور د مشهورو قومي مشرانو له ډلې څخه و، بيګاه وژل شوى دى خو معلومه نه ده چې چا وژلى دى، خو دا د حکومت مسووليت دى چې د دغه ډول وژنو مخه ونيسي.))

بل لورته وسله والو طالبانو د يادې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.