ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار مسوولین : پاکستان د ژمنې خلاف نن لاره خلاصه نه کړه

د کندهار مسوولین : پاکستان د ژمنې خلاف نن لاره خلاصه نه کړه

author avatar
4 Apr 2020 - 18:24
د کندهار مسوولین : پاکستان د ژمنې خلاف نن لاره خلاصه نه کړه
author avatar
4 Apr 2020 - 18:24

کندهار (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): چارواکي وايي، پاکستاني لوري ژمنه کړې وه چې نن د وري په ۱۶مه به د چمن- سپین بولدک پلې لارې د خلکو پر مخ پرانیزي او د دوشنبې په ورځ به یې د وسایطو پر مخ پرانیزي خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د چمن- سپين بولدک لارې پرانیستو پر سر د ده په مشرۍ د ګمرک، سوداګرۍ خونې، ټرانسپورټ، روغتیا او امنیتي ارګانونو استازو له پاکستاني لوري سره خبرې وشوې.

د ده په خبره، پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په لومړي ګام کې به نن د وري په ۱۶مه پلې لار د خلکو پر مخ پرانیزي او په دویم ګام کې به د دوشنبې په ورځ دغه لار د صادراتو او وارداتو په موخه د وسایطو پر مخ پرانیزي.

خو دی وايي چې پاکستانی لوري د ژمنې خلاف دغه لار د خلکو پر مخ نه ده پرانیستې.

د ده په خبره، پاکستاني لوري نه چمتووالی د دغه کار د نه کېدو لامل بللی دی خو دوی له خپله اړخه بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي وویل، پاکستانی لوری ژمنې کوي خو عملي کوې یې نه.

غرزي یادونه وکړه چې په ورته توګه پرېکړه شوې ده چې دغه لار به د دوشنبې په ورځ د وسایطو پر مخ پرانیستل شي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه ورته یو میکانیزم جوړ شوی.

دی وايي، له دې لورې به ۱۰۰ تنه په صحي جامو ملبس موټر چلوونکي په صفري برخه کې له پاکستانیو موټر چلوونکو موټرونه تسلیموي، د افغانستان په خاوره کې به یې ګمرکي او مالیاتي چارې خلاصوي او وروسته به موټرونه بیرته پاکستاني چلوونکو ته سپاري.

د ده په خبره، ورته کار به د پاکستان لوري ته هم کېږي څو د کرونا وایرس د لېږد او خپرېدا مخنیوی وشي.

نوموړی یادونه کوي چې د همدې میکانیزم له مخې د دوشنبې په ورځ د لارې خلاصولو ته هیله مند دي او له خپله اړخه یې د دې کار لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

دغه راز په لیدنه کې پرېکړه شوې ده چې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوونکي به د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په جوړو شوو مرکزونو کې د ۱۴ ورځو لپاره کرنتین کېږي او وروسته به د تګ اجازه تر لاسه کوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تورخم او چمن سپین بولدک لارې به د څلورو ورځو لپاره له دوشنبې ورځې پرانستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپین بولدک- چمن لار د وري په ۲مه یوازې په یو طرفه توګه د وارداتو لپاره پرانیستل شوه، خو له هغه وروسته لا هم تړلې ده.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې پاکستاني لوري دغه لار د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه، خپلې غاړې د ته د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو په پلمه وتړله چې د یوې میاشتې په تېرېدو لا هم تړلې ده.

د لارې د بندېدو له امله هم سوداګر او هم عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي او دواړو غاړو ته په خوراکی او غیر خوراکي توکو بار سلګونه موټر بندي پاتې دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عدالباقي بینا وايي د سپين بولدک لارې بندېدا د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګرۍ او عامو خلک منفي اغېز کړی دی.

هغه پژواک ته وویل، د کرښې هغې غاړې ته سوداګر او نور هره ورځ له بېلابېلو لارو د پاکستان پر حکومت فشار راوړي څو لار پرانیزي، ځکه د لارې بندېدا تر افغان سوداګرو هغوی ډېر اغېزمن کړي دي او د پاکستاني توکو تر ټولو لوی مارکېټ افغانستان دی.

بل لوری ته هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، د لارې له بندېدا سره یې کاروبار اغېزمن شوی او د پاکستان حکومت باید لار پرانیزي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.