د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکي: د افغان ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

لاريون کوونکي: د افغان ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 04, 2020 - 14:12

پلخمري (پژواک، ١٦ ورى ٩٩): د بغلان يو شمېر اوسيدونکو د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

لاريون کوونکي وايي چې تېره ورځ افغان ځواکونو پر يوه کور بمبار کړى چې په ترڅ کې يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه لاريون نن له غرمې مخکې په لسو بجو په پلخمري ښار کې پيل شو او لاريون کوونکو د نيم ساعت لپاره د کابل-مزار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.

د پلخمري د چشمه شير سيمې اوسيدونکي او لاريون کوونکي عاشق الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان ځواکونو د چشمه شير سيمې په عمرخيلو کلي کې پر يوه کور هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د احمد خان د کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون يې څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز بل لاريون کوونکي بسم الله وويل چې په دغه بريد کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

يو شمير نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چيرې د پېښې عاملين د قانون منګلو ته ونه سپارل شي، په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

بل لورته د بغلان د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر عبدالحلیم غفاري وایي د پېښې له ځایه روغتون ته څلور ټپیان راوړل شوي دي.

هغه وايي په ټپيانو کې دوه يې ښځې دي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د يادې موضوع په اړه بغلان کې د پامير قول اردو د دريمې لوا قوماندان ډګرمن محمد نبي پژواک ته وويل چې په نږدې ورځو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زياتوي: ((په چشمه شير کې د ملکي تلفاتو په اړه تر اوسه کوم راپور موږ ته نه دى راغلى.))

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه کې هم د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي وو.

راز محمد

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan