ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دې وروسته به ټول والیان د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې غونډه کې برخه اخلي

author avatar
4 Apr 2020 - 21:20
author avatar
4 Apr 2020 - 21:20

 

 کابل (پژواک، ۱۶وری۹۹): ولسمشر غني د مرکزي، سوېلي او سوېل ختیځ زون له والیانو سره دکرونا ویروس ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن ماښام، د ویډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، اروزګان، زابل، بامیان او دایکنډي والیانو راپور واورېد.

سرچینه وایي چې په دې ویډیو کنفرانس کې یادو والیانو، له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د دې ویروس پر وړاندې د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې همداراز د دغو ولایتونو والیانو په یادو ولایتونو کې د ویروس د خپرېدو مخنیوي او له هغه څخه د راپورته شویو ګواښونو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

هغوی وویل، له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه تدابیر لري او د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ د عامه پوهاوي بهیر چټک شوی او همداراز په مرکز او ولسوالیو کې کمېټې جوړې شوې دي.

د سرچینې په خبره، یادو والیانو څرګنده کړه، د خلکو دراټولېدو مخه نیول شوې او د حکومتي ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو او د ولسوالیو شوراګانو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شوې ده.

هغوی همداراز زیاته کړه، قېمتونه کنټرول دي، یو شمېر سیمو کې دوا پاشل شوې او د لا زیاتو تجهیزاتو د تدارک غوښتونکي یوو.

خبرپاڼه زیاتوي چې وروسته جمهوررئیس غني والیانو ته په خطاب کې وویل: ((والیان د نظام استازي دي او بریالیتوب یې د نظام بریالیتوب دی.)) هغه زیاته کړه: پکتیکا، لوګر، اروزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته به ۳۰ میلیونه افغانۍ او غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته به ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا، ولسمشر د جمهوري ریاست ستر سلاکار فضل محمود فضلي ته لارښوونه وکړه، هغه ولایتونه چې لا زیاتو امبولانسونو او بسترونو ته اړتیا لري، د اړتیاوو پوره کولو لپاره تدابیر ونیسي.

هغه د دې ترڅنګ چې له والیانو وغوښتل وار دمخه د تدابیرو نیولو لپاره په تېرو لسو کلونو کې له طبیعي پېښو څخه د رامنځته شویو زیانونواټکل وړاندې کړي وویل، په لنډمهال او منځمهال کې د خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کېدو لپاره تدابیر نیول شوي او هیله لرم والیان خپل واقعبینانه اټکلونه وړاندې کړي.

په دې ویډیو کنفرانس کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دولت ۶ ماده یي پالیسي تشریح کړه ویې ویل، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د بنسټیزو اصولو او د دې پالیسۍ په رڼا کې دولت له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې رهبري کوونکی او مدیریتي رول لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.