ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۹ نورو ولایتونو ته ۴۳۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۹ نورو ولایتونو ته ۴۳۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي

author avatar
4 Apr 2020 - 22:14
له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۹ نورو ولایتونو ته ۴۳۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي
author avatar
4 Apr 2020 - 22:14

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له نهو  مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو  پکتیکا، لوګر، ارزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ؛ غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او او لېږدول کېږي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د وېډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، بامیان او دایکنډي والیانو سره خبرې وکړې.

په  خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو ولایتونو والیانو وویل:"دوی له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په یاد ولایتونو کې تدابیر نیولي، له علماوو او قومي مشرانو سره په همکارۍ د عامه پوهاوي بهیر یې چټک کړی او په مرکز او ولسوالیو کې یې کمېټې هم جوړې کړې دي."

د خبرپاڼې له مخې، د یادو ولایتونو والیانو په دې کنفرانس کې وویل چې د خلکو دراټولېدو مخه یې نیولې ده او د حکومتي ادارو، خصوصي سکَټور، مدني ټولنو او د ولسوالیو شوراګانو ترمنځ یې همغږي هم رامنځته کړې ده. 

دوی زیاتوي، په دغو ولایتونو کې یې د خوارکي موادو قېمتونه کنټرول کړي، ځینو سیمو کې یې دوا پاشلې او د لا زیاتو تجهیزاتو لپاره د تدارک غوښتنه کوي.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا، ولسمشر غني په ننني کنفرانس کې وویل، پکتیکا، لوګر، ارزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته به ۳۰ میلیونه افغانۍ او غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته به ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي.

هغه د ولسمشرۍ ماڼۍ له ستر سلاکار فضل محمود فضلي څخه وغوښتل چې کوم ولایتونه که زیاتو امبولانسونو او بسترونو ته اړتیا لري، د هغوی اړتیاوې دې ور پوره کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې وېډیويي کنفرانس کې له والیانو وغوښتل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپل خدمتونه د ولایتونو ټولو نقطو ته ورسوي.

ده وویل:"والیان دې په تېرو لسو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خپل یو اټکل وړاندې کړي، چې د هغه په رڼا کې وار دمخه تدابیر ونیول شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.