د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې د څلورو ورځو لپاره پرانیزي

پاکستان افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې د څلورو ورځو لپاره پرانیزي

Apr 04, 2020 - 15:29

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹ ) : د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه سر له دوشنبې څخه د چمن ، سپین بولدک او تورخم لارې د څلورو ورځو لپاره پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پریکړه یې د افغانستان  د حکومت په غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې،ددې پریکړې له مخې، یادې لارې به ددوشنبې له ورځې تر پنجشنبې ورځې پورې د مسافرو او سوداګریو توکو پر مخ خلاصې وي.

په خبرپانه کې راغلي چې پاکستان د ښه ګاوندیټوب په پار او د کرونا وبا د خپریدو په دې سخت وخت کې له افغانستان سره همکاري کول غواړي.

تر دې مخکې پاکستانیو رسنیوخبر ورکړی و چې د چمن – سپین بولدک لاره د سوداګریزو توکو او په دواړو غاړو کې بند پاتې شویو افغانانو پر وړاندې خلاصه شي.

پاکستانی تلویزیون جیو خبر ورکړی چې پرون د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ په دروازه کې د دواړو لوریو د مسوولینو ترمنځ ناسته شوې وه، چې پکې سوداګرو هم ګډون کړی و.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته پرېکړه وشوه، چې سر له نن څخه به دا لاره د مسافرو او له یکشنبې به څخه د هغو مسافرو پر مخ هم پرانستل شي، چې په دواړو لوریو کې بند پاتې شوي دي.

په راپور کې راغلي، په چمن کې د پاکستان د ایف سي ملیشه ځواکونو قوماندان راشد صدیقي چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی و، هلته له جوړ شوي قرنطینه مرکز څخه لیدنه وکړه.

هغه وویل، مسافرین چې له افغانستانه راّځي، هلته به د څوارلسو ورځو لپاره قرنطین کیږي.

د یادونې وړ ده، چې تیره میاشت د کرونا د مخنیوي به موخه پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې، خو تیره اونۍ د لسګونو سوداګریزو موټرو د اوښتو په موخه پاکستان د یوې ورځې لپاره د چمن، سپین بولدک لاره خلاصه کړې ده.

بلخوا د ننګرهار ولایت مسوولینو په تورخم کې یو لوی د قرنطین مرکز جوړ کړی چې د تورخم لارې خلاصیدو په صورت کې له پيښور څخه راتلونکي مسافر هلته قرنطین شی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking