کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د میوو او سبو لپاره د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوې معیاري سړې خونې جوړیږي چې هره یوه به یې د ۱۵۰۰ ټنه میوې او سبو د ساتلو وړتیا ولري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو مرستیال حشمت الله غفوري وایي چې دغه سړې خونې به په دوو کلونو کې په دوه جریبه مځکه کې د ملی پراختیا شرکت له خوا د پروان د مرکړ اړوند په ځنګل باغ او د کاپیسا په مرکز محمودراقي کې جوړې شي.
هغه وویل چې دغه سړې خونې به د میوو او سبو د پاکولو، وینځلو او بسته کولو اسانتیاوې هم ولري.
هغه زیاته کړه چې دغې سړې خونې د هغو ۱۲ سړو خونو د کار پیل دی چې د پلان له مخې به په ۱۲ ولایتونو کې جوړې شي.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د دغو ۱۲ سړو خونو له جوړېدو وروسته به نورې سړې خونې چې هره یوه به یې د ۵۰۰۰ متریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتلو وړتیا ولري، د هېواد په ولایتونو کې جوړې شی.
د ملي پراختیایی شرکت مسوول عبدالرحمان عطاش په هغه ناسته کې چې په دې اړه پروان کې جوړه شوې وه، وویل چې د پروان او کاپیسا په یادو دوو سړو خونو کې به دېرشو، دېرشو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د پروان والي فضل الدین عیار وویل چې د پروان ډېری خلک کروندګر دي او هر کال یې ډېر کرنیز محصولات د سړو خونو د نه شتون له امله له منځه ځي، خو د یادې سړې خونې په جوړېدو سره به یې تر ډېره دغه ستونزه حل شي او و به کولای شي چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي.
د پروان د مرکز جنګل باغ سیمې یو تن بزګر په دغه ولایت کې د سړې خونې پر جوړېدو خوښ دی او له چارواکیو غواړي چې دغه سړه خونه په معیاري بڼه جوړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن