د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​ملي امنیت ریاست د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر نیولی دی

​ملي امنیت ریاست د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر نیولی دی

Apr 04, 2020 - 19:28

 کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو د خراسان څانګې لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، له ۱۹ کسانو سره نیولی دی.

د ملی امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د یوې نوې او جامع طرحې له مخې، هڅې کوي د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزې ډلو مهم مشران چې د افغانستان امنیت ګواښي، په نښه کړي. سرچینه زیاتوي چې عبدالله اورکزی (اسلم فاروقي) هم د هغه له ۱۹ ملګرو سره د یادې طرحې له مخې، د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې قاري زاهد او په ابوطلحه پاکستانی مشهور سیف الله هم شامل دي. د ملي امنیت ریاست وایي، په معاذ مشهور قاري زاهد افغانستان کې د داعش پوځي مسوول او په ابوطلحه پاکستاني مشهور سیف الله ننګرهار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول و. په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلم فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافونو کې له داعش ډلې سره د سیمې د استخباراتي کړیو له اړیکو پرده پورته کړې ده. سرچینه زیاتوي چې د اسلم فاروقي د اعترافونو او نیولو جزییات به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره شریک کړي. ملي امنیت زیاته کړې چې اسلم فاروقي د اورکزیو اجنسۍ د اخنداده ګانو د کلي اصلي اوسېدونکی دی او مخکې یې پېښور کې د داعش ډلې د پوځي مسوول، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالله خېلو دره او په خیبر اېجنسۍ کې د یادې ډلې د عملیاتي چارو د مسوول په توګه دندې تر سره کړي دي. سرچینه لیکي چې فاروقي د ابوسعید تر وژل کېدو وروسته، افغانستان کې د داعش ډلې والي نومول شوی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې فاروقي له لشکر طیبه او حقاني شبکې سره هم نږدې اړیکې لرلې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan