ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۴۹ ته ورسېدې

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۴۹ ته ورسېدې

author avatar
5 Apr 2020 - 19:02
افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۴۹ ته ورسېدې
author avatar
5 Apr 2020 - 19:02

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې له ۱۲ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېره ۳۴۹ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار نن د وري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۱۲ نوي پېښې په هرات او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له دغو ۱۲ پېښو څخه نهه په هرات او درې په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې له دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴۹ تنو ته ورسېد.

 تراوسه په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله نهه کسان مړه او ۱۷ کسان روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندې یو میلیون او ۱۸۱ زره کسان اخته شوي او شاوخوا   ۶۴ زره کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې په ټوليزه توګه د کرونا ناروغۍ شاوخوا ۲۴۵ زره کسان بېرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.