کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې حکومت د بندیانو خوشې کولو په تړاو د ولسمشر فرمان عملي کولو ته ژمن دي، خو دطالبانو وروستي بریدونه به هم بې ځوابه نه پاتې کیږي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۱۷مه، پژوا ک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په کابل کې د طالبانو کوربه توب کوي او د زندانیانو د خوشې کولو په تړاو ددواړو خواوو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د بندیانو د خوشې کولو په تړو د ولسمشر غني د فرمان عملي کولو ته ژمن دي.
فیصل وایي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم او له افغان ولس سره نیغ په نیغه دسولې پروسه کې دخیل شي .
د نوموړي په وینا، د افغانستان حکومت یو همه شموله مذاکراتي ټیم اعلان کړي او طالبانو ته یې په افغانستان کې د یوه دوامدارې سولې لپاره چانس ورکړی دی.
د ملي امنیت شورا د طالبانو لخوا په بدخشان او زابل ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي چې دا به له خپلو نړیوالو همکارانو سره بې ځوابه نه پاتې کیږي.
هغه زیاته کړې، اوس دا طالبانو پورې تړاو لري چې سولې خوښوي او که تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن