ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دطالبانو اعلامیي ته د امریکا ځواب : لومړی تاوتریخوالی کم کړئ

دطالبانو اعلامیي ته د امریکا ځواب : لومړی تاوتریخوالی کم کړئ

author avatar
5 Apr 2020 - 21:10
دطالبانو اعلامیي ته د امریکا ځواب : لومړی تاوتریخوالی کم کړئ
author avatar
5 Apr 2020 - 21:10

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : په افغانستان کې میشتو  امریکایي ځواکونو د طالبانو د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې دوی د تړون پر ژمنو ولاړ دي، خو طالبان دې لومړی اوربند وکړي.

وسله والو طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو امریکا او د هغوی ملاتړي (ناټواو افغان حکومت) د سولې له تړون څخه په سرغړونو تورن کړي وو.

دوی دغه راز ادعا کړې وه، چې پخپلو بریدونو کې یې کمښت راوستی، خو په ځواب کې امریکا او افغان حکومت پر دوی عملیات او هوایي بریدونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن سوني لګیټ د طالبانو ددغو ادعاوو په ځواب کې په ټویټر کې لیکلي، چې دوی د شوي تړون عملي کولو ته ژمن دی او د طالبانو ادعاوې بې بنسټه دي.

هغه زیاته کړې : (( دا باید ټولو ته په ډاګه وي، چې موږ به د برید پر مهال له خپلو افغان همکارانو څخه دفاع کوو او دا خبره په تړون کې هم شوې ده. ))

د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې طالبانو باید تاوتریخوالی کم کړي ځکه چې دغه کار د افغان ولس په ګټه دی اود سیاسي جوړ لپاره د تاوتریخوالی کمول اړین دی.

نوموړي یو ځل په افغانستان کې پر ټولو اړخو غږ کړی چې د نورې نړۍ په څیر د کرونا پر ضد مبارې ته ډیره پاملرنه وکړي

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.