ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: زابل کې ۲۱ طالبان وژل شوي

author avatar
5 Apr 2020 - 17:27
author avatar
5 Apr 2020 - 17:27

کابل ( پژواک ۱۷ وری ۹۹) : دملي دفاع وزارت وایي چې د زابل ولایت د تیرې شپې په جګړه کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. 

 د ملی دفاع ږزارت ویاند مرستیال ویاند فواد امان د وري په ۲۱ پژواک اژانس ته وویل،   طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

هغه زیاته کړخ چې افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، له ځانه دفاع کړې چې په پایله کې د افغان ځواکونو د متقابل برید او هوایي ضربو په پایله کې، ۲۱ طالبان ووژل شول.

دی وایی په دې برید کې د طالبانو ۸ موټرسایکله هم ویجاړ شوي او یو شمیر وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دا په داسې حال کی ده چې طالبانو امریکا د قطر د تړون پر سرغړونې تورن کړی او ادعا یی کړې چې پر دوی بریدونه زیات شوي.

بلخوا په افغانستان کی امریکایی ځواکونو ویلی چې دوی تړون ته ژمن دي خو طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.