ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: ځینې وکیلان او چارواکي تورخم کې د خپلو کسانو د نه کرنتین کیدو واسطې کوي

د ننګرهار والي: ځینې وکیلان او چارواکي تورخم کې د خپلو کسانو د نه کرنتین کیدو واسطې کوي

author avatar
5 Apr 2020 - 11:48
د ننګرهار والي: ځینې وکیلان او چارواکي تورخم کې د خپلو کسانو د نه کرنتین کیدو واسطې کوي
author avatar
5 Apr 2020 - 11:48

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : د ننګرهار والي وایي چې ځینو چارواکو او وکیلانو ترې غوښتي چې په تورخم کې دې د هغوی خپلوان او د کورنۍ غړي نه کرنتین کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، سبا د تورخم لاره د څلورو ورځو لپاره پرانستل شي او په پاکستان او پښتونخوا کې بند پاتې شوي زرګونه افغانان هیواد ته ستانه شي.

دا چې په پاکستان کې د کرونا ناروغانو شمیره له دریوزرو اوښتې ده، نو د احتیاطي او وقایوي اقداماتو له امله د ننګرهار ولایت مسوولینو په تورخم کې ددریو زرو کسانو لپاره د کرنتین یو مرکز جوړ کړی دی چې له ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې به  هلته کرنتین وي او د اوسیدو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

خو د ننګرهار والي  شاه محمود میاخېل وایي چې ځینو چارواکو او وکیلانو ورسره اړیکه نیولې چې له پښتونخوا څخه راتلونکي ددوی خپلوان او د کورنۍ غړي باید کرنتین نه، او اجازه ورکړل  شي چې خپلو سیمو او کورنو ته ستانه شي.

ده زیاته کړې : (( که غواړو چې د کرونا ویروس د خپریدو نه خپل ځانونه، کورنۍ او ولسونه وساتو، دا قیودات باید په ټولو یو ډول تطبیق شي.‌ که دا چارواکي او وکیلان اراده لري چې د خپلو فامیلونو او موږ سره مرسته وکړي، ښه به دا وي چې دوه خیمې دې له لوازمو سره راوړي او مونږ به ورته ښه ځای په تورخم کې ځانګړي کړ، څو دوه اونۍ په تورخم کې په ښه فضا کې تیرې کړي.))

میاخیل وایي، که دا کار نه کوې، نو هیله ده چې ددوی وخت دې نه ضایع کوي او خپلو کورنیو ته ووایې چې هلته په پیښور کې تر یو څه وخته پاتې شي تر څو د کرونا د ویروس د خپریدو ګواښ کم شي.

بلخوا د تورخم ښاروال زیارمل افغان وایي چې هلته کرنتین  یوه جبري پروسه ده چې د مسافرینو د بې وخته سفرله امله  خو د هغوی د وقایې لپاره رامنځته شوه.

هغه زیاته کړې : (( موږ له تېرو ۱۱ ورځو د دوی لپاره په تورخم کې کرنتین یو، حتا زموږ لپاره د کرونا ضد لومړني تدابیر (ماسک او دستکشې) نه ول. که مسافرین راځي نو له یوه جبري کرنتین سره به مخ وي چې موږ به هم ورسره کرنتین  یو.))

ده ویلي، د ننګرهار ولایتي ادارې شپه ورځ پر ځان یوه کړه چې د راتلونکو مسافرینو لپاره تر ټولو غوره د اوسېدنې او روغتیا تدابیر ونیسي. که احیاناً د پنځه ستوریز هوټل اسانتیاوې ورته نه وې برابرې شوې چې بیا ګیله ونه کړي.

د زیارمل په وینا، دغه مسافرین د مېلو لپاره دلته نه ایسارېږي، بلکې د همدوی د کورنۍ د نورو غړو د روغتیا او حفاظت لپاره به دوی د قرنطین موده تېروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.