ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٤ کونډو او ٢٥ يتيمانو سرپرسته سولې ته سترګې په لاره ده

د ٤ کونډو او ٢٥ يتيمانو سرپرسته سولې ته سترګې په لاره ده

author avatar
5 Apr 2020 - 11:32
د ٤ کونډو او ٢٥ يتيمانو سرپرسته سولې ته سترګې په لاره ده
author avatar
5 Apr 2020 - 11:32

ترينکوټ (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د اروزګان ولايت يوه ٧٠ کلنه ښځه چې په روانو جګړو کې يې خاوند او درې زامن له لاسه ورکړي، سولې ته هيله منه ده او وايي چې د سولې له راتګ سره به يې د يتيمو لمسيانو په خراب ژوند کې مثبت بدلون راشي.

په عمر پخه دغه اروزګانۍ مېرمن چې خپل مستعار نوم مريم ښيي، وايي چې خاوند يې د کورنيو جګړو په لومړيو کلونو او درې ځوان زامن يې په وروستيو لسو کلونو کې د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي، اوس د څلورو کونډو او ٢٥ يتيمو لمسيان سرپرستي ور له غاړې ده.

دغه اويا کلنه مېرمنه له تېر څه باندې يوې مياشتې راهيسې د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر وه، خو اوس له روغتونه بېرته خپلې ويجاړې جونګړې ته راستنه شوې ده.

مېرمن مريم د اروزګان د ترينکوټ ښار لويديځ اړخ ته د تورې په نوم کلي په يوه زړه، خامه کرايي کور کې چې درې وړې خونې لري، له خپلو کونډو نګندو او يتيمانو سره ژوند کوي.

هغه چې ناروغه وه، په ډېر تکليف د خپل کور له دروازې راووته او د کور مخې ته په يوه تنګه کوڅه کې له خپلو څو لمسيانو سره له پژواک سره د مرکې لپاره کېناسته.

یاده اويا کلنه مېرمن د خپل ژوند کيسې پيل په ژړا او سلګيو پيل کړ، ویې ویل:”خاوند مې کابو ۳۰ کاله مخکې د مجاهدينو د حکومت پر مهال په خپلمنځي جګړو کې ووژل شو، درې زامن او يوه لور مې پاتې شول چې په ډېرو سختيو کې مې رالوى کړل.”

دې زياته کړه: “کلونه کلونه مې د خلکو کالي مينځل، خولۍ او نور شيان مې ګنډل او بيا مې پر خلکو پلورل.”

دا وايي، لومړى يې مشر زوى ته له کاکا څخه پاتې شوې کونډه په نکاح کړه، کله چې يې درې اولادونه پيدا شول، وروسته يې بل واده وکړ او له پخواني والي جان محمد خان سره د ساتونکي په توګه دنده پيل کړه.

د هغې په وينا، څو کاله يې له دندې تېر نه وو چې د طالبانو په يوه بريد کې يې مشر زوى ووژل شو، له هغه څخه اوس ورته دوه کونډې او ١٧ يتيمان پاتې دي.

مېرمن مريم وويل چې د مشر زوى نقيب الله له وژنې څه موده وروسته يې دويم زوى سيف الله چې په پوليسو کې يې دنده لرله، د طالبانو په يوه بريد کې ووژل شو.

دې زياته کړه چې له سيف الله څخه هم پنځه يتيمان ورته پاتې دي او د مشر زوى له کونډو او يتيمانو سره په يوه کور کې اوسېږي.

د مريم درېيم او اخري زوى چې نبي الله نومېده، هغه مهال د طالبانو له خوا د خښ کړل شوي ماين ښکار شو، کله چې نوموړی کلي ته د سوند توکو راوړلو لپاره تللی و.

نوموړې وايي چې اوس ورته ټول ٢٥ يتيمان او څلور کونډې پاتې دي او له تېرو دوو کلونو راهيسې د ټول کور سرپرستي کوي.

دې زياته کړه: “جنګ دې ورک شي، دا ټول د جنګ د لاسه و چې نن زما کور له ځوانو کونډو او يتيمانو ډک دى، کاشکې په جنګ کې د غټانو زامن مړه کېدلى اوس به جنګ ورک و. “

د هغې په وينا، سولې ته سترګې په لار ده، که چېرې په هېواد کې سوله واى، نو د خاوند ترڅنګ خپل درې زامن يې هم له لاسه نه ورکول او نه له دومره بدبختيو سره مخامخ کېده.

اويا کلنه مېرمن مريم اوس هم سولې ته هيله منده ده او وايي، که چېرې سوله وشي، کم تر کمه يتيمان خو به يې ښه راتلونکى ولري، ښوونځي ته به ولاړ شي او زده کړې به وکړي.

ده زياته کړه: “زه هم د خپل عمر په وروستيو مرحلو کې يم، خپلو يتيمو لمسيانو ته مې سودا ده، خو که خداى سوله راولي، نو دوى به په راتلونکي کې ښه سوله ييز ژوند ولري. “

د هغه په وينا، اوس يې ژوند له کړاوونو ډک دى، لمسيان يې ټوله ورځ په ښار کې د يوې ډوډۍ پيدا کولو پسې ګرځي، خو ډېرى مهال تش لاس کور ته راګرځي.

مريم وايي چې کونډې ننګوريانې يې هم کله کله له ډېرې مجبورۍ له امله د مرستندويه ادارو مخې ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ځي، خو تر اوسه ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.

هغې په هېواد کې وروستۍ څو لسيزې جګړې د دې ټولو ناخوالو سرچينه يادوي او وايي چې د دې په څېر سلګونه، زرګونه نورې مېرمنې هم کونډې او ماشومان يتيمان شوي دي.

Elderly war widow pins hope on peaceدې ګيله وکړه چې زامن يې په پوليسو کې و، خو تر اوسه يې نه وثيقه جوړه شوې او نه هم چا ورسره مرسته کړې ده.

د مېرمن مريم يو اته کلن لمسى چې خپل نوم يې سيد نبي وښوده، پژواک ته وويل: “غواړم نوې خولۍ او څپلۍ ولرم، خو څوک يې راته نه اخلي. “

هغه وايي چې ټوله ورځ ښار کې د خيرات پسې ګرځي، خو ډېرى مهال څوک ورسره مرسته نه کوي.

د مريمې يو ګاونډى محمد عظيم هم د هغوى پر حالت اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دوى حالت ته په کتلو خپه کېږي.

خو نوموړى هيله څرګندوي چې که په هېواد کې سوله راغله، نو د مريم د لمسو ترڅنګ د ډېرو ځورېدلو افغانانو په ژوند کې بدلون راشي.

دا يوازې مريم نه ده چې په ترينکوټ کې د څو کونډو او يتيمو ماشومانو سرپرستي ور له غاړې ده، بلکې د دغه ولایت په زياتو سيمو کې لسګونه کورنۍ شته چې سرپرستي يې د کونډو او يتميانو په لاس کې ده چې نارينه يې د جګړو له امله وژل شوي دي.

 

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.