ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې پنځه پاڅونوال وژل شوي دي

author avatar
5 Apr 2020 - 11:53
author avatar
5 Apr 2020 - 11:53

پل علم (پژواک، ١٧ ورى ٩٩): د لوګر حکومتي مسوولين وايي چې په مرکز پل علم کې د وسله والو طالبانو په بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند د شيرواز په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى د‌ى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او پوسته يې هم ويجاړه شوې ده.

د سيمې اوسيدونکي احمد زبير پژواک ته وويل: ((پرون له غرمې وروسته طالبانو په پاڅون کوونکو بريد کړى، مرګ ژوبله يې ورته اړولې نور دقيق معلومات نه لرم.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.