ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ښځو د سوداګرۍ خونې له استازو سره خبرې وکړې

ولسمشر غني د ښځو د سوداګرۍ خونې له استازو سره خبرې وکړې

author avatar
5 Apr 2020 - 19:38
ولسمشر غني د ښځو د سوداګرۍ خونې له استازو سره خبرې وکړې
author avatar
5 Apr 2020 - 19:38

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹): ولسمشر غني د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ ترڅنګ وایي، حکومت د کرونا احتمالي ناروغانو ته د سل زره بسترونو د برابرولو او تنظیم په برخه کې لازم تدابیر نیولي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو د سوداګرۍ خونې استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي،په دغه ویډیو کنفرانس کې د ښځو د سوداګرۍ خونې استازو د ښځو د خصوصي تشبثاتو د ملاتړ په برخه کې خپلې ځینې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه له ولسمشرسره شریک کړل.

د سرچینې په وینا په دغه ویډيو کنفرانس کې د ښځو د سوداګرۍ خونې استازو کرونا ویروس څخه رامنځته شویو اندېښنو ته په پام او د کرونا شرایطو مطابق د کار د میکانیزم په رعایتولو سره د ماسک په ګډون د محافظتي کالیو او د مینځونکو موادو د برابرولو او تولید په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي وویل، په هیواد کې د کرونا بحران د ستونزو باوجود، خصوصي سکتور ته د محافظتي کالیو، مینځونکو او طبي موادو د تولید او برابرولو په برخه کې زمینه برابره شوې ده.

احمدي زیاته کړه، ۱۱۸ شرکتونو د ماسک او محافظتي کالیو، ۳۱ شرکتونو د طبي وسایلو او ۴۶ نورو بیا د د درملو د برابرولو او تولید په برخه کې خپل چمتووالی ښودلی دی.

ولسمشر د متشبثو ښځو د چمتووالي قدرداني وکړه وې ویل، له داخلي محصولاتو او تولیداتو څخه ملاتړ د حکومت لومړیتوبونو څخه دی.

هغه وویل، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ملاتړ په موخه د هیواد په لسو ولایتونو کې د لسو سړو خونو جوړولو کار بشپړ شوی او حکومت هڅه کوي چې متشبثو ښځو ته دوامدار او بنیادي فعالیتونه وکړي.

جمهوررئیس همداراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې له انګورو څخه د کشمشو او جوس په تولید کې استفاده وکړي او یې ټینګار وکړ چې د روغتیا د نړیوالو معیارونو مطابق د اتحادیو په تشکیل سره باید د ښځو تولیداتو ته پاملرنه وشي او متشبثې ښځې دې په دې اړه خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، حکومت د کرونا احتمالي ناروغانو ته د سل زره بسترونو د برابرولو او تنظیم په برخه کې لازم تدابیر نیولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.