کابل (پژواک، ۱۷وری ۹۹) : د ملي امنیت سلاکار د ناروې هېواد له ځانګړي استازي سره د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا له دفتر په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان د سولې لپاره د ناروې د شاهي هېواد له ځانګړي استازي پیر ایلساس سره د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
سرچینه وايي چې د ناروې ځانګړي استازي د ملي امنیت سلاکار ته په کابل کې پر سیکانو د وروستي تروریستي برید په تړاو د هغه هېواد د حکومت او خلکو د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. هغه وویل، هېواد یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړی دی او هیله لري، چې روانه پروسه له ځان سره مثبتې پایلې ولري. د ملي امنیت سلاکار په نننۍ لیدنه کې وویل، چې افغان دولت د سولې پروسې د بریا لپاره اعظمي هڅه کوي او په دې برخه کې یې د مذاکراتي ټیم ترڅنګ د مصالحې عالي شورا جوړه کړې او همداراز اوسمهال د طالبانو د بندیانو پر خلاصون د هغوی له تخنیکي ټیم سره د بحثونو کوربه دی. نوموړي زیاته کړه، چې ددې پروسې د بریا لپاره اړینه ده، چې طالبان هم پر خپلو ژمنو وفا وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره له عملي اقداماتو سره رامخته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن