ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: سیاسي مشران دې د ټاکنو پایلې ومني او سولې ته دې په ګډه کار وکړي

اتمر: سیاسي مشران دې د ټاکنو پایلې ومني او سولې ته دې په ګډه کار وکړي

author avatar
5 Apr 2020 - 19:50
اتمر: سیاسي مشران دې د ټاکنو پایلې ومني او سولې ته دې په ګډه کار وکړي
author avatar
5 Apr 2020 - 19:50

 کابل(پژواک، ۱۷ وری ۹۹): بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د قانون له مخې اعلان شوي، ټول سیاسي مشران دې پایلې ومني او له نظام سره په ګده دې د سولې لپاره کار وکړي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر چې د سولې لپاره یې له دغو ټاکنو بایکاټ کړی و، تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر په توګه ونومول شو.

 هغه نن په بهرنیو چارو وزارت کې د معریفۍ پر مهال یوې خبري ناسته ته وویل، د ټاکنو د کمېسیونونو د قانون پر بنسټ ولسمشر غني د تې کال ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ چې باید ومنل شي.

 دی وايي:"اوس وخت را سېدلی چې قانون ته باید درناوی وشي، که موږ د ټاکنو پایلې خوښوو که نه خو په اوسني بحراني حالت کې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي."

 اتمر زیاته کړه، په افغانستان کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوې لانجې یو بله ستونزه جوړه کړې چې سیاسي مشران یې باید ژر حل کړي.

هغه په دغه ناسته کې خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او سیاسي مشران سره یووالي ته ونه رسیږي، نو هېواد به بې ثباته شي او ښايي له طالبانو سره بین الافغاني خبرې هم سمه پایله ور نه کړي.

 بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر وايي، د سولې لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده او دی به هڅه وکړي چې په دې برخه کې د سیمې له هېوادونو سره نږدې کار وکړي.

 د هغه په وینا:"نظام ته زما راتګ د څوکۍ لپاره نه بلکې د سولې او ملي یووالي لپاره دی."

 دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي مشرانو په ګډون د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن په ولسمشر غني او عبدالله غږ وکړ چې د جوړجاړي لپاره له خپلو دریځونو واوړي.

دغو دواړو لوریو د افغان مشرانو دا غوښتنه منلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.