کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا په افغانستان کې د همه شمول حکومت جوړولو غوښتنه کړې ده.
د مرکزي او سویلي اسیا لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرمن ایلس ویلز د وري په ۱۷مه په ټویټر کې لیکلي چې افغانستان سره نړیوالې مرستې هلته د همه شمول حکومت جوړولو پورې تړاو لري.
هغې زیاته کړې، ددغه ډول حکومت نه جوړیدو په صورت کې نړیواله ټولنه نه شي کولی په افغانستان کې خپل فعالیتونه په عادي توګه پرمخ بوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لومړې د مراسمو پر مهال ولسمشر غني اعلان کړی و، چې په حکومت کې به یې د هیواد ټول خلک شامل وي.
بلخوا د غني او عبدالله ترمنځ د اختلافاتو لرې کولو لپاره هڅې روانې دي ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او سیاسي جهادي مشر استاد سیاف پرون هم له عبدالله سره لیدلي دي.
استاد سیاف لیکلی چې دوی د پرمختګ په حال کې دي، بلخوا سرچینې وایي چې عبدالله د ټاکنو د پایلو د باطلولو غوښتنه کوي، خو غني ورسره نه مني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن