د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تیره یوه اونۍ کې ۹۲ زره ټنه خوراکي او نفتي توکي هیواد ته وارد شوي

تیره یوه اونۍ کې ۹۲ زره ټنه خوراکي او نفتي توکي هیواد ته وارد شوي

Apr 05, 2020 - 18:59

کابل(پژواک،۱۷ وری ۹۹): د ټرانسپورټ وزارت وايي چې په تېره يوه اونۍ کې شاوخوا ۴۲ زره ټنه خوراکي توکي هېواد ته وارد شوي دي.

دغه څرګندونې د ټرانسپورټ وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې په تېره يوه اونۍ کې ۹۲ زره ټنه بیلا بیل دوکي هېواد ته راوارد شوي چې له دغه ډلې ۴۲ ټنه یې خوراکي توکي او پاتې نور ټول نفتي او ساختماني توکي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه خوراکي توکو کې ۲۴۸ ټنه غوړي، ۲۹ زره ټنه اوړه او ۱۲ زره ټنه غنم شامل دي.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۷ زره ټنه تېل، ۹ زره ټنه مايع ګاز، اووه زره ټنه ساختماني مواد او څلور زره غير خوراکي توکي شامل دي.

د خبرپاڼې په نقل دغه توکي د حيرتان- مزارشریف، اقينه او تورغندي د رېل پټلیو له لارې هېواد ته وارد شوي دي.

 ټرانسپورټ وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خوراکي او نورو اړينو توکو واردات به په عادي ډول روان وي.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې ډ کرونا ويروس د خپرېدو سره سم د خوراکي او يو شمېر نورو اړينو توکو بیې لوړې شوي.

دوه ورځې وړاندې ازبکستان هم ډ کرونا ويروس په خاطر افغانستان سره درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې مرستې وکړې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan