د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ووژل شو

د میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ووژل شو

Apr 05, 2020 - 10:54

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : دملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو  امنیه قوماندان وژل شوی دی.

ددغه وزارت لخوا د وري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د برید پلان  درلود چې په ځوابي برید کې یې ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې نښته کې د سید اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان قاري جاوید په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

دغه راز د ملي دفاع  وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم دیوې نښتې پر مهال درې طالبان وژل شوي او دوه نورټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking