کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : دملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو امنیه قوماندان وژل شوی دی.
ددغه وزارت لخوا د وري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د برید پلان درلود چې په ځوابي برید کې یې ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې نښته کې د سید اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان قاري جاوید په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم دیوې نښتې پر مهال درې طالبان وژل شوي او دوه نورټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن