ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان امریکا او ملاتړي یې د تړون پر سرغړونو تورن کړل

طالبان امریکا او ملاتړي یې د تړون پر سرغړونو تورن کړل

author avatar
5 Apr 2020 - 14:41
طالبان امریکا او ملاتړي یې د تړون پر سرغړونو تورن کړل
author avatar
5 Apr 2020 - 14:41

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) : وسله والو طالبانو پر امریکا او ملګرو یې تور پورې کړې چې په قطر کې له لاسلیک شوې موافقې سرغړونې یې کړې دي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه نیټه په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، ددې تړون له مخې به امریکا په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې خپلو سرتیرو شمیره له ۱۲ زرو څخه اتو زرو ته رسوي.

دغه راز د توافقنامې له مخې، په لومړیو لسو ورخو کې به بندیان خوشې کیږي او ورسره سمدلاسه به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي،  خو دادی ، د تړون له لاسلیکه نږدې ۴۰ ورځې بشپړیږي، نه د بندیانو خوشې کولو پروسه پیل شوې او نه هم بین الافغاني مذاکرات.

افغان ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ، خو وروسته یې په مشروط ډول په یوه زماني وخت کې د بندیانو د خوشې کولو لپاره یې یو فرمان ورکړ او د طالبانو یو تخنیکي ټیم اوسمهال کابل کې څو د بندیانو د خوشې کولو پر طرز العمل خبرې وکړي، خو دا پروسه هم د ځنډ او خنډ ښکار شوې ده.

د طالبانو لخوا د وري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دامریکا او طالبانو تړون د ملګرو ملتونو دامنیت شورا تصویب او د نړیوالو لخوا یې هم هرکلی شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تراوسه توافقنامې ته ژمن پاتې شوي او د هغې مواد یې کاملاً رعایت کړي دي. امریکایي چارواکو پخپله هم منلې چې طالبانو په شویو توافقاتو عمل کړی.

طالبانو ویلي، دوی له افغان جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم په کراتو امادګي ښودلې ترڅو په هیواد کې یوه دایمي حل او سرتاسري سولې ته ورسیږي خو له هغه مخکې د توافقنامې مطابق باید د طالبانو پنځه زره بندیان را خلاص شي چې له بده مرغه تر اوسه پورې يې  په یوه او بله پلمه خلاصون ځنډیدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لاسلیک شوې توافقنامې له مخې ترڅو چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې له افغاني جهتونو سره جلا توافق نه وي شوی او هر اړخیز اوربند ته نه وي رسیدلي، تر هغې طالبان د افغان حکومت پر ټولو نظامي مراکزو، هغه که په کلیوالو سیمو کې دي او یا ښاري سیمو کې بریدونه کولی شيؤ خو بیا هم دوی خپل لاس نیولی او له بریدونو یې ډډه کړې ده.

د طالبانو په وینا، دوی یوازې د کلیوالې سیمو په ځینو پوستو چي ولس ډیر ورنه په تکلیف دی بریدونه شوی چې هغه هم د تیر کال په نسبت ډیر کم دي؛ خو د امریکایي لوري او د دوی د داخلي او خارجي نظامي ملاتړو له خوا ددوی پر وړاندې ښکاره سرغړونې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنځو زرو بندیانو د خلاصون پروسه په غیر موجه دلائلو تراوسه ځنډيدلي ده، د طالبانو پر مرکزونو چې د جګړې له ساحوهم بهر دي، بریدونه شوي دي، د عامو خلکو په ګډون په ګڼو سیمو کې دامریکا او افغان ګډو ځواکونو لخوا چاپې وهل شوې او بمبارۍ هم شوې دي.

طالبانو ادعا کړې چې ددوی پر وسله والو په عامه ځایونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي .  په هلمند، کندهار، فراه، کندز، ننګرهار، پکتیا، بدخشان، بلخ او د هیواد په نورو برخو کې له توافقنامې څخه ګڼې او ښکاره سرغړونې شوې چې دوی يې د ارتباطي کانال له لارې وخت په وخت له امریکایانو سره جزئيات هم شریک کړي دي.

طالبانو له امریکایی لوري څخه جدي غوښتنه کړې چې پخپله هم د توافقنامې محتویات رعایت کړي او خپل نور ملاتړي هم د توافقنامې کامل رعایت کولو ته متوجه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.