د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې پر کرونا اخته ناروغ تر درملنې وروسته کور ته رخصت شو

لغمان کې پر کرونا اخته ناروغ تر درملنې وروسته کور ته رخصت شو

Apr 05, 2020 - 16:30
جلال اباد (پژواک ۱۷ وری ۹۹): د لغمان روغتيايي چارواکي وايي، دغه ولايت کې پر کرونا ويروس اخته ناروغ تر درملنې وروسته کور ته رخصت شو.
د  حضرت بلال په نوم دغه ۷۰ کلن سړی چې شاوخوا لس ورځې مخکې یې د کرونا ټسټ مثبت ثابت شوی و، په مهترلام ولایتي روغتون کې تر لس ورځني قرنطین او معالجې وروسته د ننګرهار په لابراتوار کې یې وروستي ټسټونه منفی ثابت شول، او نن د وري په ۱۷مه د روغتیاپالانو له لوري له قرنطین څخه خلاص او خپل کور ته ولیږل شو.
حضرت بلال پر کرونا تر اخته کیدو وړاندې سعودي عربستان ته د عمرې لپاره تللی و.
د لغمان د عامې روغتيا رييس عبدالمعروف جليلي وويل چې حضرت بلال نومی شخص، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې په ننګرهار کې د کرونا په ناروغۍ اخته پېژندل شوی وو، په مهترلام ولايتي روغتون کې قرنطين او د ډاکټرانو تر نظارت لاندې نیول شوی وو.
هغه زياته کړه چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د معلومیدو لابراتوار په وسیله د یاد کس درې واړه وروستۍ نتیجې منفي وې او نن د ډاکټرانو د لازمو لارښوونو او سپارښتونو څخه وروسته نوموړی کور ته رخصت شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د عامې روغتيا ریاست له ټولو مسوولينو او موظفو ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې د حضرت بلال په نوم د کرونا په ناروغۍ اخته شوي شخص درملنه اوپالنه يې په سمه توګه ترسره کړه.
نوموړي وويل ولايتي اداره د کرونا په ناروغۍ اخته کېدوونکو کسانو لپاره ۵۰۰ بستريزې خونې د قرنطين په موخه اماده کړي.
په ورته مهال حضرت بلال د لغمان له والي او د عامې روغتيا رياست له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې په ښه ډول يې د ده معالجه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د لغمان والي او د کرونا ويروس د مخنيوي کمېټې د پرېکړې په اساس په مهترلام ښار کې غيرې ضروري هټۍ تر دويمې خبرتيا پورې تړل شوې وې او ښار په بشپړ ډول قرنطین دی.
 
 
 
 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking