ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی”

“په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی”

author avatar
5 Apr 2020 - 21:48
“په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی”
author avatar
5 Apr 2020 - 21:48

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹): د حکومت د رهبرۍ په غونډه کې ټینګار وشو چې په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی او د مالیې وزارت تر چتر لاندې ټولې برخې د یاد وزارت نوماند او سرپرست وزیر ته مسوولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ولسمشر محمد اشرف غني د طرحې له مخې مالیې وزارت په درېیو برخو (عواید او ګمرکونه، خزانه او مالي اداره) ووېشل شي.

دغه طرحه له ځینو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن د حکومت د رهبرۍ غونډې د کرونا ویروس ترڅنګ په مالیې وزارت کې د راتلونکو بدلونونو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه لیکي، په دغې ناسته کې، چې د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم په کې حضور درلود، په مالیې وزارت کې راتلونکو بدلونونو او اصلاحاتو ته په اشارې یادونه وشوه چې ټولې اړوندې برخې د مالیې د نوماند او سرپرست وزیر تر مشرۍ لاندې کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د بېلابېلو برخو د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی. سرچینه زیاتوي چې د مالیې وزارت تر چتر لاندې ټولې برخې د یاد وزارت نوماند او سرپرست وزیر ته مسوولې دي او له دې لارې به د خپلو کړنو راپور ولسمشر ته ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیرعبدالهادي ارغندیوال به د دغو اصلاحاتو او بدلونونو په اړه نور جزئیات له هیوادوالو سره شریک کړي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.