پل علم (پژواک، ١٧ ورى ٩٩): د لوګر حکومتي مسوولين وايي چې په مرکز پل علم کې د وسله والو طالبانو په بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند د شيرواز په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او پوسته يې هم ويجاړه شوې ده.
د سيمې اوسيدونکي احمد زبير پژواک ته وويل: ((پرون له غرمې وروسته طالبانو په پاڅون کوونکو بريد کړى، مرګ ژوبله يې ورته اړولې نور دقيق معلومات نه لرم.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن