ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارغندیوال: د مالیې وزارت ټولې ادارې به د دغه وزارت تر چتر لاندې وي

ارغندیوال: د مالیې وزارت ټولې ادارې به د دغه وزارت تر چتر لاندې وي

author avatar
6 Apr 2020 - 18:44
ارغندیوال: د مالیې وزارت ټولې ادارې به د دغه وزارت تر چتر لاندې وي
author avatar
6 Apr 2020 - 18:44

کابل (پژواک، ۱۸ ورى ٩٩): د مالیې وزارت وایي، د پخوا په څېر به د مالیې وزارت ټولې ادارې د دغه وزارت تر چتر لاندې وي او یاد وزارت به ولسمشرۍ عالي مقام او ملي شورا ته د ټولو ادارو د همغږۍ او راپور ورکولو سرچینه وي.

 له مالیې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت رهبرۍ نن د خبري کنفرانس له لارې د دې وزارت د ساختاري بدلولونو، د ملي عوایدو راټولولو د وضعیت، د پراختیایي بودیجې د لګښت، له کرونا سره د مبارزې پر وړاندې د مالیې وزارت دکړنو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو  په تړاو رسنیو ته معلومات ور کړل.

په خپرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست‎ عبدالهادي ارغندیوال په یاده غونډه کې وویل: « له جلالتماب ولسمشر څخه مننه کوم چې موافقه یې وکړه څو هیڅ یوه اداره له دې وزارت څخه جلا نه شي د پخوا په څېر به د مالیې وزارت ټولې ادارې د دغه وزارت تر چتر لاندې وي او مالیې وزارت به ولسمشرۍ عالي مقام او ملي شورا ته د ټولو ادارو د همغږۍ او راپور ورکولو مرجع وي.»

په دغه ناسته کې ارغندیوال ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به جدي مبارزې ته دوام ورکوي.

 نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان وضعیت د نړۍ د زیاترو هېوادونو په پرتله ښه دی، دوی له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره پوره چمتو والی لري او هڅه کوي چې په دې برخه کې د نړیوالو شریکانو او بنسټونو مرستې هم جذب کړي.

د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ هم په نننۍ غونډه کې وویل:« چې د مالي کال له پیله تر اوسه پورې د حکومت په کچه موږ توانیدلي یو چې ۹ سلنه پراختیایي بودیجه او ۲۲ سلنه عادي بودیجه مصرف کړو چې د ټولې بودیجې ۱۸ سلنه جوړوي.                       د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره د هېواد وضعیت په ستونزمن حالت کی دی. د هېواد لوی ولایتونه د قرنطین حالت کې دي او زموږ پرېکړه داده چې په اوسني وضعیت کې هغه پروژې چې د اجرا وړ نه دي بودیجه یې د کرونا ویرس پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړو.»

ده زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکومونو له مخې، تر اوسه ۶.۶ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې دي. همداشان د کابینې له پرېکړې سره سم ۱.۵ میلیارده افغانۍ ولایتونو ته ځانګړې شوې دي او په دې اړه ټول راتلوونکي پلانونه هم ترتیب شوي دي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عیسی قدرت وویل: « د کرونا ویروس د ملي عوایدو راټولیدو باندې منفي اغېزه کړې، د مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې مو ۵۵.۱ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي چې د ټاکل شوي هدف په پرتله شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ (۱۵سلنه) کموالی ښیي. نوموړي وویل چې زموږ لومړنۍ وړاندوینه داده که اوسنی وضعیت همداسې دوام پیدا کړي د مالي کال تر پایه به ۱۵۳ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړو.»

همدارنګه په یاد غونډه کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې ناهید سرابي وویل چې د کرونا ویروس نه دی توانیدلی چې د افغانستان په اړه د پراختیایي مرسته کوونکو کنفرانس تر اغېز لاندې راولي او ټاکل شوې ده یاد کنفرانس د ۲۰۲۰ کال په پای کې د فنلنډ په کوربه توب په جینیوا کې جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.