کابل (پژواک، ۱۸ وری ۹۹) : د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې په راتلونکي یوه ورځ کې به د ازبکستان د وارداتي برښنا لینونه ورغول شي.
دا لینونه درې ورځې مخکې په بغلان ولایت کې د سخت باد او طوفان له امله پرې شوي وو، چې له امله یې پر کابل او ځینو ولایتونو برښنا قطع شوې وه.
په لومړیو کې د برښنا شرکت وویل چې طالبان ددوی ټیم ته اجازه نه ورکوي، چې لاینونه ترمیم کړي، خو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې دوی اجازه ورکړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې لینونو ډیره برخه ترمیم شوې ده او که سبا پورې څه ستونزه رامنځته نه شوه، نو ټوله ستونزه به هواره شي.
سرچینې زیاته کړې چې د لینونو ترمیم سره به د کابل او ولایتونو برښنا فعاله شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن