کابل (پژواک، ۱۸ وری۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یو کس د پنځه کیلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو.
د کورنیو چارو ویاند طارق ارین وايي چې تېره ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس د پنځه کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی. ده زیاته کړه چې یاد کس ضبط شوي تریاک د جامو په منځ کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې ترکیې هېواد ته یې قاچاق کړي، چې د پولیسو له خوا ونیول شول. د هغه په خبره چې په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن