ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاکستان له لورې د دروازو تړل کېدو له امله سوداګر هره ورځ تر دوو ميليونو دالر زيان ويني”

“د پاکستان له لورې د دروازو تړل کېدو له امله سوداګر هره ورځ تر دوو ميليونو دالر زيان ويني”

author avatar
6 Apr 2020 - 16:41
“د پاکستان له لورې د دروازو تړل کېدو له امله سوداګر هره ورځ تر دوو ميليونو دالر زيان ويني”
author avatar
6 Apr 2020 - 16:41

جلال اباد (پژواک ۱۸ وری ۹۹): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولين وايي، د پاکستان له لورې د ټرانزيټ پر وړاندې د دروازو د تړل کېدو له امله  هره ورځ سوداګر لږ تر لږه دوه ميليونه ډالر زيان ويني.

دوی وايي، له تېرو ۳۳ ورځو راهېسې له کراچۍ بندر څخه تر تورخم، غلام خان او سپين بولدک دروازو پورې په شاوخوا ۱۵زره کانټينرونو کې د افغان سوداګرو توکي بند پاتې دي چې د اجناسو د خرابېدو له زيان سربېره پر سوداګرو اضافي لګښتونه  هم راځي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پاکستاني خوا ورسره ژمنه کړې وه چې نن د اپريل په ۶مه به د مسافرو ترڅنګ د ټرانزيټ پر وړاندې هم دروازه خلاصوي خو دا ژمنه يې پوره نه کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی چې د وري په ۱۸مه د دغې ستونزې د حل لپاره د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي ته راغلی و په دې اړه يې له رسنيو سره معلومات شريک کړل.

نوموړي وويل، پاکستان ورسره په دريو ميکانيزمونو خبره کړې وه چې دوی هر يو ته چمتوالی نيولی خو پاکستاني مسولين د دروازې دخلاصون په اړه خپله ژمنه نه پوره کوي.

هغه زياته کړه: ((د پاکستان له طرف نه خواهش دا و چې موږ به يو موټروان په صحي لباس باندې مجهز کړو له سيټ نه به نه کوزېږي، تر هغه ځايه به ځي، موټر به بوځي او بېرته به يې راولي، دې ته هم اماده يو، او دې ته هم چمتو يو که دوی غواړي چې صفري نقطه کې دوه موټرې شا په شا شي او مالونه ترې تبديل کړي، بله لار دا وه چې د دوی موټروان به په صحي لباس مجهز وي، موټر به راوړي، دلته به تخليه کېږي دوه ساعته پس به بېرته موټر خارجېږي.))

خو د سوداګرۍ خونې دغه چارواکی وايي، تر اوسه پاکستاني مسولينو دغه يوه لار هم نه ده انتخاب کړې او ټرانزيټ پر وړاندې يې دروازه نه ده پرانېستې.

هغه وويل، له تېرو ۳۳ ورځو راهېسې د افغان سوداګرو ۱۵زره کانټيرونه چې بېلابېل سوداګريز توکي په کې بار دي د کراچۍ له بندر څخه نيولې تر تورخم، غلام خان او سپين بولدک دروازو پورې پاکستان کې بند پاتې دي.

د خان جان الکوزي د معلوماتو له مخې افغان سوداګر په دغه موده کې هره ورځ لږ تر لږه دوه ميليونه ډالر زيان د ډيمرج او جريمو په نومونو پرېکوي چې د سوداګرو لپاره لويه صدمه ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال غوښتنه کوي: ((زموږ هيله دا ده چې د يو شمېر پاکستانيو ورونو موټرونه دلته په سوداګريزو توکو بار بند پاتې دي، چې افغان حکومت يې په دې ډيمرج او جريمې معاف کړي او پاکستاني چارواکي يې په افغان سوداګرو معاف کړي. موږ دواړو خواوو ته سوداګر له دواړو خواو چارواکو غوښتنه کوو چې دغه برخه کې همکاري وکړي.))

د ننګرهار د ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده هم پژواک اژانس سره خبرو کې دا ستونزه تاييد کړه او ټينګار يې وکړ که پاکستاني چارواکي اجازه ورکړي دوی د موټرو چيک او مالونو د انتقال هرې لارې ته چمتوالی نيولی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې تر بنديز وړاندې هره ورځ له پنځه سوه نيولې تر شپږ سوو پورې لويې لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راتللې چې په بندېدو سره يې ننګرهار ګمرک هره ورځ له اتيا تر سلو ميليونو افغانۍ عوايد له لاسه ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.