ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال ختيځ زون ته د کرونا ويروس ضد مبارزې لپاره ۴۵۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

شمال ختيځ زون ته د کرونا ويروس ضد مبارزې لپاره ۴۵۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

author avatar
6 Apr 2020 - 19:09
شمال ختيځ زون ته د کرونا ويروس ضد مبارزې لپاره ۴۵۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې
author avatar
6 Apr 2020 - 19:09

کابل (پژواک ۱۸ وری ۹۹): حکومت د کرونا ويروس مبارزې په لړ کې بدخشان ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او کندوز، بغلان او تخار هر ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرباڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د بدخشان، کندوز، بغلان او تخار والیانو راپور واورېد.

سرچينه زياتوي، په دې کنفرانس کې یادو والیانو، کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د ولایتي کمېټو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په یادو ولایتونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

هغوی وویل، د عامه پوهاوي کمېټې جوړې شوي، په ښارونو کې دوا پاشل شوې، مدني ټولنو سره همغږي شوې او د تجرید یا قرنطین مرکزونه جوړ شوي او همداراز د احتکار مخنیوي او د قېمتونو د کنټرول کمېټې هم جوړې شوې دي.

یادو والیانو وړاندیز وکړ چې د تشخیص مرکزونو جوړولو او د طبي تجهیزاتو برابرولو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.

وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په عمومي او تخنیکي برخو کې کرونا ویروس سره د مبارزې پالیسي تشریح کړه او ټینګار یې وکړ چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دولت رهبري کوونکی او مدیریتي رول لري.

هغه د دې په بیانولو سره چې والیان کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه مدیریتي ظرفیت لري، وویل، تاسو باید ټولنه کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره په یوه نوي چوکاټ کې بسیج کړئ او په تېرو لسو کلونو کې د طبیعي پېښو او افتونو اټکل وړاندې کړئ ترڅو د هغه په رڼا کې له وړاندې تدابیر ونیول شي.

همداراز صالح کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دولت پنځه مرحله یي تخنیکي لیدلوری له هغې ډلې اعتراف، خپرېدو، د بدبختۍ اوج، اضطراري مرستې او بیا احیا په برخو کې تشریح کړ او له کورنیو تولیداتو او ریاضتي اقتصاد څخه د استفادې په تړاو یې د جمهور رئیس د لارښوونو په اړه خبرې وکړې.

 

جمهور رئیس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، پر دې په ټینګار چې ټول ولایتي ریاستونه باید د والیانو تر رهبرۍ لاندې کار وکړي، وویل، بدخشان ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او کندز، بغلان او تخار هر ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي.

ده اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولایتونو اړتیاوو ته په پام لازم اقدامات ترسره کړي او والیان دې د ولسوالیو د واضح تصویر په لرلو سره له ولسوالیو او زونونو سره اړیکې او همغږۍ زیاتې کړي.

غني دې ته په اشارې چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو ملاتړ کېږي، وویل، کرونا ویروس سره د مبارزې ازموینه د دولت ـ ملت لپاره تاریخي ده او باید د هر اړخیزو تدابیرو او اقداماتو په ترسره کولو سره په هغه بریالي شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.