کابل(پژواک، ۱۸وری ۹۹): د کابل والي وایي چې ډاکټر محمد حنیف حنیف چې په کرونا د اخته کسانو ددرملنې پرمهال په دغې ناروغۍ اخته شوی و، نن په کابل کې ومړ.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن یې په خواشینۍ سره د هېواد ددغه وتلي کادر چې د کرونا په ویروس د اخته کسانو درملنه یې کوله او خپله پرې اخته شو و، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
والي چې د بېړنیو حالاتو د کمېټې مشري هم کوي وایي چې ددغه کادر مړینه په داسې سختو شرایطو کې چې د کرونا په ناروغۍ د اخته کسانو درملنه یې کوله ستره ضایعه ده.
والي یاد ډاکټر ته د جنت فردوس او د کورنۍ غړیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.
د یادونې ده چې د کرونا ویروس شاوخوا درې میاشتې مخکې د چین په اووهان ښار کې پیدا او د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته خپور شو چې تراوسه په ټوله نړۍ کې پرې څه باندې یو میلیون کسان اخته شوي او څه باندې ۶۰ زره نور یې له امله مړه شوي.
افغانستان کې تراوسه پورې پر دغې ناروغۍ ۳۶۷ کسان اخته، چې لس کسان یې له امله مړه او ۱۷ نور ښه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن