کابل (پژواک، ۱۸ ورى ٩٩): د اسلامي سوداګرۍ د مالي او نړیوالو همکاریو سازمان له کرونا ویروس سره د بیړني مبارزې لپاره د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره ۸۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
دغه سازمان د اسلامي پراختیايي بانک په ګروپ کې یوه خپلواکه اداره ده چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د سوداګرۍ پرمختګ، د خلکو اقتصادي حالت او ژوند ته د ودې ورکولو په برخه کې کار کوي؛ د افغانستان په ګډون ډير اسلامي هېوادونه یې غړيتوب لري.
له یاد سازمان څخه د وري په ۱۸مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له کرونا ویروس سره د بیړنۍ مبارزې لپاره د دې سازمان سټراتیژیکو غړو هېوادونو سره ۸۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي ترڅو د سوداګرۍ پراختیا او مالي کړکېچ حل لپاره یې ولګوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "ټولنې او اقتصاد له کرونا ویروس یا COVID-19 ناروغۍ څخه په بې ساري او نه اټکل کېدونکي ډول اغیزمنیږي، د نړۍ په کچه د سوداګریزو لارو بندېدو او زیاتو مصارفو له امله هر ډول ذخیرې ختمېږي خو د دغه سازمان مالي انسټیټوت د اسلامي همکاریو سازمان دغړو هېوادونو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي خطرونو کمولو په برخه کې هڅې کوي."
د دغې خبرپاڼه له مخې د اسلامي سوداګرۍ د مالي او نړیوالو همکاریو سازمان خپلو غړو هېوادونو له سوداګرو او مالي ادارو سره د کرونا مخنیوي په برخه کې ګډ کار کوي.
دوی وايي، مرستې به یې د سازمان په غړو هېوادونو کې د انرژۍ، روغتیا پاملرنې، د خوارکي موادو د خوندیتوب او د ژوند د نورو اسانتیاوو په برخه په مستقیم ډول مصرف شي.
سرچینې زیاته کړې، سربیره په یادو مرستو یو اضافي بل فنډ " Recovery Response Program " ته د راتلونکو دوه کلونو لپاره ۵۵۰ ملیونه ډالر ځانګړي کوي ترڅو د سازمان غړي هېوادونه د ټولنیزو او اقتصادي زیانونو په برخه کې له ستونزو وژغورل شي.
د سرچینې معلوماتو پر بنسټ، د دغه سازمان کارکوونکي په انلاین ډول په خپلو غړو هېوادونو کې د وضیعت څار کوي او که وپوهیږي چې سوداګرۍ د خرابېدو خواته ځي او یا له کرونا ویروس څخه خلک ډېر اغیزمنیږي نو دوی به د کړکېچ حل لپاره ګړندي نور اقدامات هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن