مزار شریف( پژواک ۱۸ وری ۹۹) : د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په بای تیمور سیمه کې پر یوه سراچه موټر د ماین چاودنې له امله پنځه ملکیان وژل شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل پژواک اژانس ته وویل چې وژل شوي کسان ټول نارینه دي چې له دولت اباد ولسوالۍ څخه چمتال دښتو ته د خپلو څارویو او مالونو لیدو ته ورغلي وو.
هغه زیاته کړه چې پر دغه مسیر د امنیتي ځواکونو ګزمې هم تېرېږي نو د پولیسو راپورونه وایي چې ماین طالبانو ځای پر ځای کړی وو.
طالبانو تر اوسه تر اوسه په دې تړاو حه نه دي ویلي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن