ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې یوه ورځ کې د ازبکستان لینونه جوړیږي

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې یوه ورځ کې د ازبکستان لینونه جوړیږي

author avatar
6 Apr 2020 - 21:24
د افغانستان برښنا شرکت وایي چې یوه ورځ کې د ازبکستان لینونه جوړیږي
author avatar
6 Apr 2020 - 21:24

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۹۹) : د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې په راتلونکي یوه ورځ کې به د ازبکستان د وارداتي برښنا لینونه ورغول شي.

دا لینونه درې ورځې مخکې په بغلان ولایت کې د سخت باد او طوفان له امله پرې شوي وو، چې له امله یې پر کابل او ځینو ولایتونو برښنا قطع شوې وه.

په لومړیو کې د برښنا شرکت وویل چې طالبان ددوی ټیم ته اجازه نه ورکوي، چې لاینونه ترمیم کړي، خو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې دوی اجازه ورکړې  ده.

د افغانستان برښنا شرکت نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې لینونو ډیره برخه ترمیم شوې ده او که سبا پورې څه ستونزه رامنځته نه شوه، نو ټوله ستونزه به هواره شي.

سرچینې زیاته کړې چې د لینونو ترمیم سره به د کابل او ولایتونو برښنا فعاله شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.