ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم له قرنطین مرکز څخه زر تنه مسافرین سبا خپلو کورونو ته ستنیږي

د تورخم له قرنطین مرکز څخه زر تنه مسافرین سبا خپلو کورونو ته ستنیږي

author avatar
6 Apr 2020 - 21:17
د تورخم له قرنطین مرکز څخه زر تنه مسافرین سبا خپلو کورونو ته ستنیږي
author avatar
6 Apr 2020 - 21:17

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۹۹) : دننګرهار  ولایت مقام وایي چې د تورخم له قرنطین مرکز څخه سبا زرو تنو مسافرینو ته اجازه ورکول کیږي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تورخم قرنطین مرکز څخه  یې د ټولو افغانانو جدي کنټرول و.

هغه زیاته کړه، چې پر تورخم راتلونکي مسافرین باید حتمي سکرین او هیڅوک  له جدي تدابیرو نه تیر نه شي.

خوږیاڼی وایي، نن زر کسه چې سکرین شول د اخرې راپور له مخې، هیڅ مشکوک څوک نه و. نو دغه زرو نفرو ته اجازه ورکول کیږي چې سبا خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، که کوم علایم یې پیدا کړل، باید ځانونه په کورونو کې قرنطین کړي.

همدا پروسه به سبا او بل سبا هم روانه وي، تر څو ټول سم چیک شی.

ده زیاته کړه : (( د پروسې سختول او دومره تکلیف تیرول یوازې دجدي چیک کولو لپاره و او دوام به لري. که مشکوک څوک وې بیا مونږ دا پروسه نوره هم جدي کوله.))

دغه راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په فیسبوک کې لیکلي، چې نن له تورخم او سپین بولدک څخه دوه زره هېوادوال، چې د لارو د بندېدو له کبله  پاکستان کې بند پاتې وو،  بېرته هېواد ته ستانه شول.

هغه زیاته کړې،داچې پاکستان کې د ایسارو افغانانو شمېر زیات ده نو له پاکستان حکومت یې غوښتنه وکړه چې له زرو تنو زیاتو افغانانو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي؛ پاکستان حکومت نه په مننې چې تر ممکنه حده هېوادوالو ته د بېرته ستنېدو ژمنه یې وکړه.‌

مشعل وایي، په دې هیله چې د تورخم او سپین بولدک افغان مسولین سر له سبا د لا زیاتو هېوادوالو د را ستنېدو لپاره لازم چمتووالی ولري.‌

ده ویلي : ((  زمونږ غوښتنه له افغان مهاجرینو او هغو کسانو، چې دلته کاروبار کوي، داده چې لطفا تاسې مه اوړئ، هم د مسافرو هیوادوالو لپاره ستونزې جوړېږي او هم تاسو بېرته راتلی نه شی. لومړیتوب فامیلونو او ناروغانو ته ورکړئ.))

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت دافغانستان په غوښتنه نن د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره پرانستله، خو له اټکل څخه زیات مسافرین راغلل او په قرنطین مرکز کې یواځې زر تنه تثبیدلی شو.

بلخوا زرګونه افغان مسافر د تورخم او پيښور ترمنځ په لاره کې بند پاتې وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.