د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپین بولدک لار د مسافرو پر مخ خلاصه خو د وسایطو پر مخ تړلې ده

د سپین بولدک لار د مسافرو پر مخ خلاصه خو د وسایطو پر مخ تړلې ده

Apr 06, 2020 - 16:59

کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۹۹): که څه هم پاکستاني لوري له افغان لوري سره ژمنه کړې وه چې نن دوشنبه به د چمن- سپين بولدک لار په بشپړه توګه پرانیزي خو دغه لار په یوه طرفه توګه د مسافرو لپاره پرانیستل شوې او د وسایطو پر مخ لا هم تړلې ده.

تر دې مهاله سلګونه افغانان چې ډېری یې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي وو او هلته بند پاتې وو، بیرته راستانه شول او دغه لړۍ روانه ده.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمېسیار ډګروال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوري له افغان لوري سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې دغه لار به د مسافرو او وسایطو پر مخ خلاصوي خو هغوی پر خپله ژمنه و نه درېدل او لار یې یوازې د مسافرو پر مخ خلاصه کړه.

دی زیاتوي، دغه لا نن سهار اووه بجې په یو طرفه توګه د هغو مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې موده مخکې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي وو او همالته بند پاتې وو.

د ده په خبره، تر دې مهاله سلګونه افغانان چې ماشومان، ښځې او بوډاګان په کې شامل دي را ستانه شوي او دغه لړۍ روانه ده.

خو نوموړي وویل، د کرښې دې غاړې ته د بندو مسافرو برخلیک لا څرګند نه دی.

غرزی وايي: ((هغه لیدنه چې څو ورځې مخکې د د دواړو لورو د سرحدي مسوولینو تر منځ شوې وه، پاکستان ژمنه وکړه چې دغه لار به په لومړي ګام کې د مسافرو او په دویم ګام کې د صادراتو او وارداتو په موخه د وسایطو پر مخ پرانیزي.))

د ده په خبره، دواړه لوري په دې برخه کې د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه پر یوه میکانیزم هم سلا شول چې له دې لورې به ۱۰۰ تنه په صحي جامو ملبس موټر چلوونکي په صفري برخه کې له پاکستانیو موټر چلوونکو په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه تسلیموي، د افغانستان په خاوره کې به یې ګمرکي او مالیاتي چارې خلاصوي او وروسته به موټرونه بیرته پاکستاني چلوونکو ته سپاري.

ده وویل، ورته کار به د پاکستان لوري ته هم کېږي څو د کرونا وایرس د لېږد او خپرېدا مخنیوی وشي.

دی وايي، دم ګړی د کرښې دواړو غاړو ته په زرګونو په خوراکي توکو، درملو او غیر خوراکي توکو بار لارۍ ولاړې دي او د لارې پرانیستو په تمه دي.

بل خوا د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د عامې روغتیا له رییس سره یو ځای سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی څو دغه بهیر له نږدې وڅاري.

منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوې او دې غاړې ته روغتیايي ډلې ګومارل شوي څو د هغوی د سکرېننګ چارې ترسره کړي او د کرونا وایرس د لېږد مخنیوی وشي.

ده هم یادونه وکړه چې لار د وسایطو پر مخ نه ده خلاصه شوې او دغه ستونزه یې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او د دوی تمه دا ده چې افغان او پاکستاني لوری به په ګډه یوه حل لاره ورته ولټوي.

له دې ورها خوا سوداګر وايي، یوه میاشت کېږي چې د لارې د بندېدو له امله هم سوداګر او هم عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي او په خوراکی او غیر خوراکي توکو او درملو بار زرګونه موټر بندي پاتې دي.

هغوی د دواړو لورو له چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د دوی وسایطو ته د تګ اجازه ورکړي.

د حاجي فیض محمد په نوم یو سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرښې هغې غاړې ته په زرګونو موټر چې خوراکي توکي او درمل په کې بار دي، بې برخلیکه ولاړ دي او هره ورځ سوداګر له دې درکه درانه زیانونه وړي.

دی وايي، پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه چې نن به دغه لار د وسایطو پر مخ هم پرانیزي خو نه پوهېږي چې هغوی ولې بیرته له خپلې پرېکړې پر شا شوي.

نوموړی د سوداګرو په استازولۍ له چارواکو غوښتنه کوي چې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

بل خوا د کندهار اوسېدونکي وايي، د لارې د بندېدا او د توکو د نه رسېدا له امله بیې لوړې شوي او دغې ډېرې جدي ستونزې ته باید حل لا وموندل شي.

له تېرې یوه مياشتې راهیسې چې دغه لار د پاکستان له خوا تړل شوې دوې اوونۍ مخکې یوازې یوه ورځ پرانیستل شوه او ۹۵ موټر چې وریجې، سبزیجات او نور خوراکي توکي بار وو، افغانستان ته راواوښتل.

بل لوری ته هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، د لارې له بندېدا سره یې کاروبار اغېزمن شوی او د پاکستان حکومت باید لار پرانیزي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan