میدان ښار (پژواک، ۱۸ وری ۹۹): د وردګو قومي مشر ډاکټر ضیاالدین کمال ناپېژانده کسانو له کابل نه تښتولی و او نن یې مړی د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې موندل شوی دی.
د پژواک خبري اژانس د یو خبر له مخې، د وردګو دوه قومي مشران ډاکټر ضیاالدین کمال او حاجي محمد ابراهیم شاوخوا شل ورځې مخکې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له خوشحال خان مېنې څخه تښتول شوي وو.
د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزی نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وردګو د قومي مشر او د دې قوم د ټولنيزې شورا پخوانی مشر ضياءالدين کمال مړی نن د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې په ګلي خېلو کلي موندل شوی دی.
د ده په وینا، د کمال مړی د ميدان ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د شريفزی په وينا، د حاجي محمد ابراهيم چې هغه هم له ضياءالدين کمال سره يو ځای سره تښتول شوی و، برخليک تر اوسه نه دی څرګند.
تر اوسه کومې ډلې د يادو قومي مشرانو د تښتولو او د کمال د وژنې مسووليت پر غاړه نه دی اخستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن