د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د فارياب د پوليسو د چټکې قطعې قومندان له خپلو ٣ همکارانو سره ووژل شو

​د فارياب د پوليسو د چټکې قطعې قومندان له خپلو ٣ همکارانو سره ووژل شو

Apr 06, 2020 - 12:45

 ميمنه (پژواک ۱۸ وری ۹۹): د فاریاب سيمه ييز چارواکي وايي، د المار ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو په بريد کې د دې ولايت د پولیسو د چټکې قطعې قومندان له خپلو درېيو همکارانو سره ووژل شو او درې تنه نور ټپیان دي.

د فاریاب والي نقيب الله فايق، پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو تېره شپه د المار ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه وکړل، جګړې څو ساعته دوام وکړ او په پايله کې يې د چټکې قطعې قومندان غلام حضرت له درېيو نورو کسانو سره ووژل شو او درې تنه نور ژوبل شول.

ده زياته کړه، په تېره يوه اونۍ کې د دې ولايت په څو ولسواليو کې لسو سرتېرو ته د خپلو سنګرونو د ساتنې په پار مرګ ژوبله اوښتې او ورته مهال لسګونه طالبان هم په همدې جګړو کې وژل شوي دي.

دی وایی: «حکومت چې کرونا ويروس سره په مبارزه بوخت دی، طالبان خپلو بريدونو ته د فارياب په ټولو ولسواليو کې دوام ورکوي، له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د دې ډلې همکاري دروغ ده، هغوی د کرونا ګواښ ته هيڅ پام نه کوي.»

خو دی زياتوي چې په دې ډول شرايطو کې بشردوستانه اوربند ته اړتيا ده ترڅو حکومت او طالبان په ګډه د کرونا ناروغۍ په مقابل کې چې مشکوکې او مثبتې پېښې يې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې زياتې دي، مبارزه وکړي.

يوې بلې باوري سرچينې، پژواک ته وويل چې طالبانو پر المار ولسوالۍ د تېرې شپې له ۹ بجو جګړه پيل کړه او د دوو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ. خو وسله والو ‌طالبانو د پورتنيو څرګندولو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan