ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې ۴۲۳ ته ورسېدې

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې ۴۲۳ ته ورسېدې

author avatar
7 Apr 2020 - 10:05
افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې ۴۲۳ ته ورسېدې
author avatar
7 Apr 2020 - 10:05

 کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۵۶ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېد.

 د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار نن د وري په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې، دغه ۵۶ نوي پېښې په هرات، کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوی دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له دغو ۵۶ پیښو څخه ۲۷ په هرات، ۱۲ په کابل، ۱۰ په کندهار، پنځه په بلخ او دوې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

 هغه زیاته کړه، چې دې سره په هیواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله لس کسان مړه او ۱۸ کسان روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ  شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو ته خپور شوى دی.

 په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو میلیون او درې سوه زره کسان اخته شوي او شاوخوا ۷۴زره او ۷۰۰ کسان مړه شوي دي.

د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۲۸۴ زره او اته سوه کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.