ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران: په کرونا اخته افغان کډوالو ته وړیا روغتیایي چوپړ وړاندې کوو

ایران: په کرونا اخته افغان کډوالو ته وړیا روغتیایي چوپړ وړاندې کوو

author avatar
7 Apr 2020 - 16:11
ایران: په کرونا اخته افغان کډوالو ته وړیا روغتیایي چوپړ وړاندې کوو
author avatar
7 Apr 2020 - 16:11

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹):د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې اېران کې مېشتو پر کرونا ناروغۍ اخته افغان کډوالو ته په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران کې په پراخه کچه د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس خپور شوی او هلته نږدي دوه نیم میلیونه افغان کډوال اوسېدل، خو د کرونا له وېرې هره ورځ زرګونه تنه افغانستان ته راغلل او ورسره دغه ناروغي افغانستان کې هم خپره شوه.

له ارګ څخه پژواک خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلي خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې،محمدجواد ظریف، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، ویې ویل چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې میشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لیوال د وري په لسمه، پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې ایران په کرونا ناروغۍ د اخته افغان کډوال شمېر نه دی ورسره شریک کړي، خو هلته د افغانستان سفارت د کډوالو څانګې د کډوالو له استازو په غیر رسمي توګه معلومات ترلاسه کړي چې، ایران کې شاوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د یادونې ده چې تراوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغې د مثبتو پیښو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی او له دغې ډلې ۱۴ تنه مړه او شل نور بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.