ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې درې کسان وژلي او لس ټپيان دي

author avatar
7 Apr 2020 - 19:13
author avatar
7 Apr 2020 - 19:13

جلال اباد (پژواک ۱۹ وری ۹۹):  د ننګرهار دوربابا او نازيانو ولسواليو د قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې له امله يې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي، سيمې ته رسېدلي او جګړه يې مهار کړې ده خو د ملامت او سلامت معلومولو لپاره هڅې روانې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن تر غرمې وروسته د دغه ولايت د دوربابا او نازيانو ولسواليو د خلکو ترمنځ د ځمکې د مالکيت پر سر خپلمنځي نښته شوې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې درې کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل پژواک ته وويل چې له يادې نښتې د غني خېلو ولسوالۍ روغتون ته درې جسدونه او لس ټپيان انتقال شوي چې تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان بيا وايي، امنيه قوماندان او يو شمېر نور امنيتي مسولين د پېښې ځای ته ورغلي، جګړه مهار شوې خو د ملامت او سلامت معلومولو هڅې روانې دي.

نوموړي وويل، دا چې ستونزه څنګه رامنځته شوې په اړه به يې وروسته معلومات شريک کړي.

د نازيانو ولسوالۍ يو قومي مشر ملک امان الله هم پژواک سره خبرو کې پېښه تاييد کړه خو په دې اړه يې نور جزيات ورنکړل.

خو د دوربابا ولسوالۍ يو قومي مشر ملک ورېښمين پژواک ته وويل چې د نازيانو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ملک دهقان د يو ډاګ د مالکيت دعوه کړې او د دوربابا ولسوالۍ يو شمېر کسان يې مړه او ټپيان کړي هم دي چې اوس د ننګرهار امنيه قومندان د ستونزې د حل او روغې جوړې په موخه ورغلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.